شنبه, اگست 22, 2026
Homeافغانستانکرزی: کانګرس ته د عایشه وهاب بریالي کېدل د افغان ښځو د...

کرزی: کانګرس ته د عایشه وهاب بریالي کېدل د افغان ښځو د وړتیا څرګندونه کوي

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د امریکا د کانګرس د استازو جرګې ته د لومړنۍ افغان- ‌امریکایۍ په توګه د عایشه وهاب د بریالي کېدو له امله نوموړې ته مبارکي ویلې ده.

کرزي ویلي، د مېرمن وهاب بریا چې د یوې نابرابرې سیالۍ له لارې یې ترلاسه کړې، د افغان ښځو او نجونو د وړتیا څرګندونه کوي او ښيي چې که دوی ته مناسب فرصتونه برابر شي، د ټولنې او هېواد په پرمختګ کې رغنده رول لوبولی شي.

عایشې وهاب د کالیفورنیا د ۱۴مې حوزې په ځانګړو ټاکنو کې د ۵۳ سلنه رایو په ترلاسه کولو بریا خپله کړه او د امریکا د کانګرس لومړنۍ افغان‌- امریکایۍ غړې شوه.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here