د افغان سولې لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد روغتون ته د عمران خان د لېږد په موضوع کې پر پاکستان نیوکه کړې ده.
خلیلزاد په خپله ایکس پاڼه لیکلي: «په پاکستان کې یو له لاسه تللی فرصت او د سترې محکمې د حکم ستر نقض.»
د خلیلزاد له څرګندونو داسې ښکاري چې روغتون ته د عمران خان د لېږد موضوع د پاکستان لپاره د سیاسي کړکېچ د کمولو او د قانون د حاکمیت د عملي کېدو یو لوی فرصت و؛ خو د هغه په اند، د سترې محکمې د حکم په بشپړ ډول نه عملي کېدو دغه فرصت له منځه وېوړ.
خلیلزاد تر دې وړاندې هم د عمران خان د قضیې او د پاکستان د سیاسي کړکېچ په اړه څرګندونې کړي او ویلي یې دي چې د سیاسي مشرانو زنداني کول د پاکستان روان بحران لا ژورولی شي.

