د بلوچستان د کوټې ـ چمن پر لویه لار د شیله باغ ګمرکي پوستې د پرېښودل کېدو راپورونه خپاره شوي دي.
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر ویډیوګانې هم خپرې شوي چې په کې پوسته تشه او د ګمرک د کارکوونکو نښې نه لیدل کېږي.
د خپرو شویو معلوماتو له مخې، ګمرکي چارواکو د امنیتي اندېښنو له امله خپله پوسته پرېښې او تښتېدلي دي.
تر اوسه د پاکستان د ګمرک یا سیمهییزو چارواکو له خوا د پوستې د پرېښودلو په اړه رسمي وضاحت نه دی ورکړل شوی.
دا پرمختګ په داسې مهال دی چې په بلوچستان کې د لویو لارو پر امنیت د اندېښنو کچه لوړه شوې او د ګمرکي چارواکو په وړاندې د امنیتي ګواښونو موضوع د پاکستان په سنا کې هم یاده شوې ده.

