جمعه, اگست 21, 2026
Homeسیمهپزشکیان: ایران باید جګړه نوره پای ته ورسوي ځکه نړۍ یې بریا...

پزشکیان: ایران باید جګړه نوره پای ته ورسوي ځکه نړۍ یې بریا منلې ده

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي، تهران باید له امریکا سره روانه جګړه اوس پای ته ورسوي، ځکه په وینا یې، ایران د «ځواک او عزت» په موقف کې دی او نړۍ یې بریا مني.

پزشکیان له ډاکټرانو سره په یوه لیدنه کې ویلي چې د جګړې پای ته رسول به په اوسني وضعیت کې د ایران په ګټه وي.

هغه ادعا کړې چې نړیواله ټولنه د ایران بریا مني او پر امریکا یې نیوکه کړې چې د جګړې پر مهال یې د ایران ښوونځي، روغتونونه او زیربناوې په نښه کړې دي.

پزشکیان دا څرګندونې داسې مهال مطرح کوي چې یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره د ایران او امریکا ترمنځ خبرې لا هم ځنډېدلې دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here