جمعه, اکتوبر 16, 2026
Homeسیاستد عراق پارلمان د ایران پلوې ډلې یو مشر د مرستیال لومړي...

د عراق پارلمان د ایران پلوې ډلې یو مشر د مرستیال لومړي وزیر په توګه تایید کړ

د عراق پارلمان د ایران پلوې وسله‌والې ډلې «عصائب اهل الحق» د یوه لوړپوړي غړي، لېث الخزعلي، د مرستیال لومړي وزیر په توګه دنده تایید کړې ده؛ هغه د دې ډلې د مشر قیس الخزعلي ورور دی.

د راپور له مخې، د پارلمان غړو د پنجشنبې په ورځ د درېیو مرستیال لومړي وزیرانو او ۱۱ وزیرانو د تایید رایه ورکړه. په دې سره د لومړي وزیر علي الزیدي د حکومت د جوړېدو بهیر بشپړ شوی دی.

امریکا په ۲۰۲۰ کال کې «عصائب اهل الحق» د بهرني ترهګر سازمان په توګه نومولې او د دغې ډلې دواړه وروڼه مشران یې هم د بندیزونو په نوملړ کې شامل کړي وو.

واشنګټن پر هغوی په ۲۰۱۹ کال کې په عراق کې د لاریونوالو د وژلو په تړاو هم بندیزونه لګولي وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here