پنجشنبه, اکتوبر 15, 2026
Homeافغانستانپېښورکې د خصوصي ښوونځي چت لوېدو له امله ۱۶ کسان مړه شوي...

پېښورکې د خصوصي ښوونځي چت لوېدو له امله ۱۶ کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي

د پاکستان د پېښور ښار په دیر کالونۍ کې د یوه خصوصي ښوونځي د چت لوېدو له امله د ماشومانو په ګډون ۱۶ کسان مړه شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د لېډي ریډینګ روغتون د ادارې په وینا، د پېښې له ځایه ۲۰ ماشومان روغتون ته لېږدول شوي دي.

د راپورونو له مخې، د ژغورنې عملیات روان دي او ځايي اوسېدونکو هم د ژغورنې په عملیاتو کې برخه اخیستې ده.

وېره شته چې لا هم ځینې ماشومان او د ښوونځي کارکوونکي د نړېدلي چت تر خاورو لاندې بند پاتې وي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here