جمعه, اکتوبر 16, 2026
Homeامنیتمنظور پښتین: پاکستاني پوځ په پښتونخوا کې وسله‌والې ډلې جوړوي او د...

منظور پښتین: پاکستاني پوځ په پښتونخوا کې وسله‌والې ډلې جوړوي او د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نوم خلک بې‌ځایه کوي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د هاګ د عدالت ډیالوګ په غونډه کې ویلي، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې په پښتونخوا کې وسله‌والې ډلې جوړوي، تمویلوي او روزي یې، خو وروسته د ترهګرۍ ضد عملیاتو په نوم د سیمې اوسېدونکي له خپلو مېنو جبري بې‌ځایه کوي.

پښتین د پنجشنبې په ورځ، د تلې پر ۲۳مه، د پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د پوځي عملیاتو، هدفي وژنو، جبري لادرکیو او د ځمکنیو ماینونو له امله د ملکي وګړو د زیانونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

ویل کیږي، د نوموړي د وینا پر مهال د پاکستان استازي د اعتراض په توګه له غونډې وتلي دي.

نوموړي له نړیوالې ټولنې، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له بنسټونو، د جرمونو له نړیوالې محکمې او اروپايي ټولنې غوښتي، چې د یادو پېښو په اړه بېړنۍ څېړنې وکړي.

د «هاګ عدالت ډیالوګ ۲۰۲۶» غونډه د اکټوبر په ۱۴مه او ۱۵مه د هالنډ په هاګ ښار کې جوړه شوې وه.

د غونډې بحثونه د جګړو د قربانیانو د حقونو، عدالت ته د لاسرسي او د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د حساب ورکونې پر موضوعاتو متمرکز وو.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here