پنجشنبه, اکتوبر 15, 2026
Homeافغانستاناندېشه: په زور د افغان کډوالو ستنول د بحران د پراخېدو لامل...

اندېشه: په زور د افغان کډوالو ستنول د بحران د پراخېدو لامل کېږي

د ملګرو ملتونو جنیوا کې د افغانستان د استازولۍ مشر نصیر احمد اندېشه وايي، په زور د افغان کډوالو بېرته ستنول د ستونزې حل نه دی، بلکې بحران ځنډوي او پراخوي.

هغه ویلي، د افغانستان لپاره د بې‌ځایه شویو کسانو د ستونزې حل یوازې په ستنولو کې نه دی، ځکه د ده په وینا، د دغو ستنېدنو ډېری په خپله خوښه نه دي ترسره شوي او راستنېدونکي له بشري ناورین او د بشري حقونو له پراخو سرغړونو سره مخ دي.

ښاغلي اندېشه دا څرګندونې د ۲۰۲۶ کال د اکتوبر په ۱۴مه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د اجرائیوي کمېټې په ۷۷مه کلنۍ غونډه کې کړې دي.

اندېشه د طالبانو حکومت له لوري پر ښځو او نجونو لګېدلي محدودیتونه هم غندلي او ویلي یې دي تر هغې چې د افغانستان نیم نفوس له عامه ژوند او اقتصادي فعالیتونو محروم وي، په هېواد کې د دوامدارو حل‌لارو خبرې ستونزمنې دي.

نوموړي د افغان کډوالو د کوربه‌توب له امله د ایران او پاکستان او همدارنګه د اروپا، امریکا، کاناډا او استرالیا له هېوادونو مننه کړې، خو له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې د کډوالو او بشري مرستو په برخه کې خپل ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغه د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د بودجې کمښت ته په اشارې ویلي، دغې ادارې د روان کال د خپلو مالي اړتیاوو یوازې ۳۵ سلنه بودجه ترلاسه کړې ده. د اندېشه په وینا، د بشري مرستو او د کډوالو د بیا ادغام په پروګرامونو کې د بودجې کمول ښايي په راتلونکي کې د بې‌ثباتۍ لامل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here