د ټولنیزو رسنیو پلاتفورم اېکس وايي، د امریکا د منځمهالو ټاکنو په درشل کې یې د ایران، روسیې او چین له دریو شکمنو بهرنیو نفوذ لرونکو عملیاتو سره تړلي څه باندې ۱۳ زره حسابونه بند کړي دي.
د اېکس د نړیوالو دولتي اړیکو ډلې په وینا، دغو شبکو له جعلي حسابونو د سیاسي مطالبو د خپرولو او پراخولو لپاره کار اخیست او د بېلابېلو سیاسي لورو نوماندان او مشهور شخصیتونه یې په نښه کول.
شرکت د ایران اړوند حسابونو کره شمېر نه دی په ډاګه کړی او د دغو فعالیتونو په اړه یې نور جزییات هم نه دي ورکړي.

