د امریکا د افغانستان د جګړې کمېسیون یو پلاوي په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز عاصم منیر سره لیدلي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په خبرپاڼه کې ویلي، دغه پلاوی د افغانستان په اړه د امریکا د ۲۰ کلنې ښکېلتیا د ارزونې لپاره سفر کوي.
په لیدنه کې د افغانستان پرمختګونه، سیمهییز امنیتي وضعیت او د افغانستان په جګړه کې د پاکستان رول او ملاتړ تر بحث لاندې نیول شوی دی.
دپاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې په وینا، عاصم منیر د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان د امنیتي ننګونو په اړه د دغه هېواد دریځ شریک کړی او ټینګار یې کړی چې د جګړې د ارزونې پر مهال باید سیمهییز لیدلوری او د پاکستان تجربې په پام کې ونیول شي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د امریکا پلاوي د افغانستان د جګړې پر مهال د پاکستان د رول او قربانیو یادونه کړې او د سیمهییزې سولې او ثبات لپاره یې د پاکستان د ونډې ستاینه کړې ده.

