اسلاماباد کې د امریکا سفارت خبر ورکړی چې د دوی د نشهيي توکو د مبارزې ادارې (DEA) او د پاکستان د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ځواک (ANF) په ګډو عملیاتو کې ۴۶۳ کیلوګرامه کریسټال مِت (شیشه) نیولې ده.
د امریکا د نشهيي توکو ادارې ویلي، دغه نشهيي توکي چې سرچینه یې افغانستان بلل شوې، سریلانکا ته د لېږد په حال کې وو او اټکلي ارزښت یې ۲۱ میلیونه ډالره و.
په دې عملیاتو کې څو کسان هم نیول شوي دي.
د امریکا ادارې ویلي، دغه ګډ اقدام د نشهيي توکو د نړیوالو قاچاقي شبکو پر وړاندې د مبارزې برخه ده.

