چهارشنبه, اگست 5, 2026
Homeافغانستانخیبر پښتونخوا کې د نور ولي محسود راڅرګندېدو د پاکستان د امنیتي...

خیبر پښتونخوا کې د نور ولي محسود راڅرګندېدو د پاکستان د امنیتي روایت په اړه بحثونه راپارولي

د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) د مشر نور ولي محسود هغه تازه ویډیوګانو چې نوموړی په کې د خیبر پښتونخوا په کورمې او ځینو نورو سیمو کې لیدل کېږي، پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر افغان فعالان وايي، د دغو ویډیوګانو خپرېدل د پاکستان پر مخ درنه څپېړه ده او هغه ادعا یې تر پوښتنې لاندې راولي چې ګواکې د ټي‌ټي‌پي مشران او غړي په افغانستان کې مېشت دي او له هغه ځایه پر پاکستان بریدونه تنظیموي.

هم مهاله، یو شمېر پاکستاني فعالان هم پښتونخوا کې د نور ولي محسود په لیدو هېښ شوي. دوی پر حکومت او امنیتي ادارو نیوکه کړې او ویلي یې دي، که د ټي‌ټي‌پي مشر په پاکستان کې حضور لري، نو د ترهګرۍ کیسه خپله له حکومته شړېدلې ده او پخوانۍ څرګندونې یې له نوو پوښتنو سره مخ کېږي.

د نور ولي محسود د دغو ویډیوګانو کره‌والی او د ثبت دقیق وخت تر اوسه په خپلواکه توګه نه دی تایید شوی، خو د ویډیوګانو خپرېدو د پاکستان د امنیتي دریځ او د ترهګرۍ د سرچینو په اړه بحثونه یو ځل بیا تاوده کړي دي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here