شنبه, سپتمبر 26, 2026
Homeامنیتخالد بن سلمان له عاصم منیر سره د مکې د امنیت او...

خالد بن سلمان له عاصم منیر سره د مکې د امنیت او ګډ دفاعي همکارۍ په اړه خبرې کړې دي

د سعودي عربستان د دفاع وزیر خالد بن سلمان ویلي چې د پاکستان د پوځ له مشر عاصم منیر سره یې لیدلي دي.

خالد بن سلمان په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې په دې لیدنه کې د مکې د ګډ دفاعي تړون له مخې د لوی درستیزانو د غونډې د پایلو په اړه خبرې شوې دي.

هغه زیاته کړې چې دواړو لورو د مکې مکرمې او د سعودي عربستان د ملکي او اقتصادي بنسټونو پر وړاندې د بریدونو په اړه بحث کړی او د دغه ډول بریدونو د مخنیوي لپاره یې د ګډو هڅو پر دوام ټینګار کړی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here