د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار پر افغانستان د پاکستان وروستیو هوایي بریدونو ته په اشارې ویلي، داسې ښکاري چې د پاکستان پوځ په قصدي ډول د جګړې د بیا تازه کېدو هڅه کوي او د امریکا «نیمګړي پلانونه» پلي کوي.
حکمتیار په یوه خپاره کړي پیغام کې ویلي، پاکستان باید پوه شي چې که جګړه رامنځته شي، پایلې به یې له افغانستان پاکستان ته ډېرې خطرناکې وي.
نوموړي ادعا کړې چې دا ډول وضعیت به په پاکستان کې ناامني زیاته کړي او دغه هېواد به په سیمهییزه کچه هم له سختو مخالفتونو او انزوا سره مخ کړي.

