پنجشنبه, اگست 6, 2026
Homeسیاستجی‌ډي‌ونس: له ایران سره خبرې ستونزمنې دي، خو پایله به د امریکا...

جی‌ډي‌ونس: له ایران سره خبرې ستونزمنې دي، خو پایله به د امریکا په ګټه وي

د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي‌ونس ویلي، له ایران سره روانې خبرې اسانه نه دي او ښايي وخت ونیسي، خو په وینا یې پایله به د امریکا په ګټه وي.

ونس له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، له ایران سره د یوې هوکړې د ترلاسه کېدو په اړه ډاډه دی او باور لري چې دغه توافق به د امریکا خلکو ته ګټه ورسوي.

هغه ویلي، د واشنګټن موخه دا ده چې ایران هېڅکله اټومي وسله ترلاسه نه کړي او امریکا به په دې برخه کې په پیاوړي دریځ کې پاتې شي.

د امریکا مرستیال ولسمشر زیاته کړې، هېواد به یې د دې موخې لپاره د پوځي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو فشارونو په ګډون له ټولو شته امکاناتو کار واخلي، څو دا موضوع د واشنګټن له نظره مطلوبې پایلې ته ورسېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here