د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له ایران سره خبرې د تهران په غوښتنه او د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو او قطر په ملاتړ روانې دي.
ټرمپ ویلي، که خبرې پایلې ته ونه رسېږي، نو دا به د ایران لپاره وروستی فرصت وي چې یو «ښه سند» لاسلیک کړي.
نوموړي زیاته کړې چې یو شمېر هېوادونو د خبرو د ترسره کېدو غوښتنه کړې ده، خو که هوکړه رامنځته نه شي، ایران به له سخت انتخاب سره مخ شي.
دا څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي چې د ایران د اټومي پروګرام، سیمهییز امنیت او د هرمز تنګي وضعیت په اړه د تهران او واشنګټن ترمنځ کړکېچ دوام لري.

