جمعه, سپتمبر 25, 2026
Homeافغانستانبلوچستان کې پر افغان کډوالو ډزې؛ ۶ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

بلوچستان کې پر افغان کډوالو ډزې؛ ۶ تنو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

د پاکستان د بلوچستان ایالت په نوشکي ولسوالۍ کې د افغان کډوالو پر یوه موټر د ډزو راپور ورکړل شوی چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، پېښه د احمدوال سیمې ته څېرمه د آر سي ډي لویې لارې (N-40) پر سر هغه مهال شوې چې د افغان کډوالو موټر د وسله‌والو د ډزو هدف وګرځېد.

د پولیسو سرچینو ویلي، د پېښې وژل شوي او ټپیان د میر ګل خان روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د برید مسؤلیت چا نه دی منلی او د پېښې د څرنګوالي په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here