د افغانستان او هند ترمنځ د ۲۰۲۶ کال د کرکټ اسیايي سیالیو کوارټر فاینل لوبه د سخت باران له امله له کوم توپ پرته لغوه شوه.
د لوبې د دوام لپاره شرایط برابر نه شول او د لوبې مسؤلینو له لغوه کولو پرته بله لار ونه موندله.
د سیالیو د اصولو له مخې، د باران له امله د لوبې د نه ترسره کېدو په صورت کې هغه لوبډله چې په نړیواله شل اووریزه درجه بندۍ کې مخکې وي، بل پړاو ته ځي.
له همدې امله هند چې په درجه بندۍ کې لوړ ځای لري، نیمه پایلوبې ته لار پیدا کړه او د افغانستان سفر په روانو اسیايي لوبو کې پای ته ورسېد.

