د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي، د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي د بېړیو د تګ راتګ لپاره د نویو مسیرونو پر جوړولو هوکړه نږدې بشپړېدو ته رسېدلې، خو یوازې دغه هوکړه د تنګي د بیا پرانیستلو لپاره بسنه نه کوي.
عراقچي ټینګار کړی چې د هرمز تنګي د پرانیستلو لپاره باید امریکا پر ایران لګېدلي بندیزونه لېرې کړي، د ایران او متحدینو پر وړاندې یې پوځي ګواښونه او بریدونه ودروي، د ایران کنګل شوې شتمنۍ خوشې کړي، د پخوانیو بریدونو له امله د اوښتو زیانونو تاوان ورکړي او همداراز سمندري محاصره پای ته ورسوي.
ایران او امریکا اوس مهال مستقیمې خبرې نه کوي، خو د منځګړو له لارې غیرمستقیمې اړیکې روانې دي.
عراقچي همداراز د مذاکراتو په اړه ویلي چې تر هغې به له امریکا سره مستقیمې خبرې هم پیل نه کړي څو واشنګټن په جون میاشت کې له شوې لنډمهالې هوکړې سرغړونه روانه ساتلې وي.

