یکشنبه, سپتمبر 20, 2026
Homeسیمهایران له امریکا سره د خبرو د بیا پیل لپاره درې شرطونه...

ایران له امریکا سره د خبرو د بیا پیل لپاره درې شرطونه وړاندې کړي

د ایران د ملي امنیت عالي شورا مشر محسن رضايي ویلي، تهران له امریکا سره د خبرو د بیا پیل او د جګړې د پای ته رسولو لپاره خپل شرطونه د قطر د منځګړیتوب له لارې واشنګټن ته لېږلي دي.

رضايي الجزیرې ته ویلي، قطر د ایران شرطونه امریکا ته رسولي او تهران اوس د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ځواب ته منتظر دی.

د ایران د امنیتي چارواکي په وینا، د تهران درې مهم شرطونه دا دي:
په ټولو جبهاتو کې د جګړې پای ته رسول؛
د ایران کنګل شوې شتمنۍ بېرته خوشې کول؛
د ایران پر بندرونو د امریکا د سمندري محاصرې ختمول.

رضايي ویلي، ایران لا هم د قطر او پاکستان له منځګړیتوب سره اړیکې لري او د خبرو لپاره د سیاسي لارې د موندلو هڅې روانې دي.

هغه همداراز خبرداری ورکړی چې که د ایران شرطونه ونه منل شي، تهران د جګړې لپاره چمتو دی.

رضايي ویلي، ایران د امریکا د احتمالي نورو بریدونو لپاره هم چمتووالی لري.

د راپورونو له مخې، د قطر او پاکستان په ګډون سیمه‌ییز هېوادونه هڅه کوي چې د امریکا او ایران ترمنځ د خبرو لاره بېرته پرانیستل شي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here