دوشنبه, اگست 3, 2026
Homeاقتصادامریکا: له مې میاشتې راهیسې مو له هرمز تنګي په تېرېدو کې...

امریکا: له مې میاشتې راهیسې مو له هرمز تنګي په تېرېدو کې له ۱۰۰۰ بېړیو مرسته کړې

د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام ویلي، د مې میاشتې له پیل راهیسې یې د هرمز تنګي له لارې له ۱۰۰۰ ډېرو سوداګریزو بېړیو سره په تېرېدو کې مرسته کړې ده.

د سنټکام یوه ویاند الجزیرې ته ویلي، امریکايي ځواکونه لا هم په لوړ چمتووالي کې دي او هغو سوداګریزو بېړیو ته د ملاتړ لپاره تیار دي چې غواړي له دې مهمې سمندري لارې تېرې شي.

هرمز تنګی د نړۍ له مهمو سمندري لارو شمېرل کېږي چې د عادي شرایطو پر مهال د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل له همدې لارې لېږدول کېږي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here