د افغانستان د کرکټ ابدالیانو لوبډلې د اسیايي لوبو د ۲۰ اوریزو سیالیو په لړ کې د نیپال پر وړاندې د پنځو ویکټو په توپیر ماتې وخوړه.
ابدالیانو لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د ۷ ویکټو په له لاسه ورکولو ۱۰۲ منډې جوړې کړې.
فیصلخان شینواده او نجیبالله ځدراڼ هر یوه ۳۰ منډې جوړې کړې.
نیپال ټاکل شوی هدف په ۱۷.۲ اورونو کې د پنځو ویکټو په له لاسه ورکولو پوره کړ او لوبه یې وګټله.
د یادونې وړ ده چې تراوسه افغانستان په نړیوال کرکټ کې نیپال نه دی مات کړی.
په نننۍ ماتې سره یې د اسیایي لوبو کواټر فاینل ته تګ هم ستونزمن شو.
افغانستان د جاپان د راتلونکې ماتې په صورت کې کواټر فاینل ته لار پیدا کولی شي.

