د افغانستان ابدالیانو کرکټ لوبډلې د اسیايي لوبو په لومړۍ سیالۍ کې کوربه جاپان ته د ۴۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
افغانستان لومړی توپوهنه وکړه او په ۲۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۹ منډې جوړې کړې.
جاپان د هدف په تعقیب کې په ۱۹.۳ اورونو کې د ۸۱ منډو په جوړولو ټوله لوبډله وسوځېده.
عرب ګل څلور او ننګیال خروټي درې ویکټې واخیستې.
افغان ابدالیان به خپله بله سیالي سبا له نیپال سره ترسره کړي.

