جمعه, اگست 7, 2026
Homeسیاستاردوغان د سعودي او پاکستان له مشرانو سره د لیدنو لپاره ریاض...

اردوغان د سعودي او پاکستان له مشرانو سره د لیدنو لپاره ریاض ته ولاړ

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان سعودي عربستان ته سفر کړی چې د دغه هېواد له ولیعهد او لومړي وزیر محمد بن سلمان او د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف سره خبرې وکړي.

د راپورونو له مخې، دا یو ورځنی سفر د انقرې د سیمه‌ییزو ډیپلوماټیکو هڅو په لړ کې ترسره کېږي.

تمه ده په دغو لیدنو کې د ترکیې، سعودي عربستان او پاکستان ترمنځ اړیکې او د سیمې وروستي سیاسي بدلونونه هم تر بحث لاندې ونیول شي.

تر اوسه د دغو ناستو د اجنډا بشپړ جزییات نه دي اعلان شوي، خو د ترکیې چارواکو ویلي چې د سیمه‌ییزو موضوعاتو او دوه‌اړخیزو اړیکو په اړه به خبرې وشي.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here