پوره ۲۳ کاله وړاندې په همدې ورځ د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه نیټه وروسته له هغه چې طالبانو د اسامه بن لادن امریکا ته د سپارلو ډډه وکړه، د امریکا په مشرۍ نړۍوال ایتلاف د طالبانو حکومت لمنځه یووړ او د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم افغانستان ته راغلل.
د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل:« د سپټمبر یوولسمې پېښې د عاملینو لمنځه وړلو په موخه یې پر افغانستان برید کړی دی.»
دا پر افغانستان د امریکا تر ټولو اوږده جګړه وه، چې شل کاله یې دوام وکړ.
د چارو ګڼ شمیر شنونکي په افغان چارواکو نیوکه کوي چې له رامنځته شوي فرصت څخه یې ګټه پورته نه کړه او امریکا مجبوره شوه چې د دوحې تړون له مخې شل کاله وروسته افغان جمهوري نظام ړنګ او واک بیرته طالبانو ته وسپاري.

