د بشري حقونو د مدافعانو ټولنې (HRD+) د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا هغه پرېکړه لیک ستایلی چې د افغانستان د بشري حقونو د سرغړونو د څېړنې لپاره د یوه خپلواک نړیوال میکانیزم د جوړېدو غوښتنه کوي.
ټولنې دا پرېکړه د افغان قربانیانو او مدني ټولنې لپاره تاریخي ګام بللی او ویلي یې دي چې دا به د حقیقتموندنې، حسابورکونې او انتقالي عدالت د پلي کېدو زمینه برابره کړي.
دغې ټولنې ټینګار کړی چې دا اقدام که څه هم ناوخته شوی، خو د افغان ښځو، نجونو او بشري حقونو فعالانو د زړورتیا نښه ده، او له ملګرو ملتونو یې غوښتي چې د دغه میکانیزم عملي کول بې له ځنډه پیل کړي.

