د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي، کرنه د میلیونونو افغانانو لپاره د خوړو او عاید یوه مهمه سرچینه ده، خو د بودجې د کمښت له امله ګڼ شمېر بزګران د راتلونکي کرنیز فصل لپاره له اړینو مرستو بې برخې پاتې دي.
اوچا په یوه راپور کې ویلي، ۵.۳ میلیونه افغانان د راتلونکي فصل لپاره بېړنیو کرنیزو مرستو ته اړتیا لري، خو د تمویل د کمښت له امله ورته لازم ملاتړ نه دی رسېدلی.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د هغو ۶.۶۸ میلیونه کسانو له ډلې چې د کرنیزو مرستو لپاره په پام کې نیول شوي، تر اوسه یوازې ۲۱ سلنه تر پوښښ لاندې راغلي دي.
اوچا خبرداری ورکړی چې د کرنیزو مرستو کمښت کولی شي د هغو کورنیو پر ژوند اغېز وکړي چې د خوړو او عاید لپاره پر کرنه تکیه لري.

