د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل افریدي ویلي، موږ سوله په ډېرو ستونزو ترلاسه کړې وه او اوس د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د پالیسۍ بدلون ته اړتیا ده.
افریدي په کوهاټ کې له خونړۍ چاودنې وروسته په یوه وینا کې ویلي، د عمران خان د حکومت پر مهال، سره له دې چې په افغانستان کې د هند دوست حکومت و، په پاکستان کې وضعیت نسبتاً ارام و.
هغه ادعا کړې چې د پاکستان بهرنۍ پالیسي ناکامه شوې او ویلي یې دي چې د تېرو ۲۲ کلونو راهیسې یوه پالیسي تعقیبېږي، خو مطلوبې پایلې نه لري.
د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر ویلي، د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره یې یوه پالیسي وړاندې کړې، خو په وینا یې څوک ورته جدي پام نه کوي.

