سه شنبه, مې 26, 2026
Home Blog Page 945

د اګسټ څوارلسمه؛د پاکستان د خپلواکۍ ورځ سره هممهاله د طالبانو حکومت هم دغه ورځ د خپلواکۍ ورځې په پلمه لمانځي

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کارونکو په افغانستان کې د طالبانو حکومت په دې تګلارې نیوکه کړې، چې ولې یې د تېرو دریو کلونو د اګست ۱۵مې خلاف سږکال خپل د آزادۍ جشن په څوارلسم اګست لمانځي.

د طالبانو حکومت یوه غړي چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، حماسه میډیا ته ویلي:«زمونږ او دوست هیواد پاکستان اخترونه او د ازادۍ ورځ هم یوه شوه، زمونږ ۱۵ اګست د ازادۍ ورځ وه دا څنګه ۱۴ لسمه شوه؟»

د ټولنیزو رسنیو ګڼو کاروونکو لاهم افغان طالبان د پاکستان تراغیز لاندې بولي، او زیاتوي چې د دوی ټولې چارې د پاکستان په مستقیمه اشاره ترسره کیږي، کوم څه چې د طالبانو حکومت په وار، وار رد کړي.

دغو نیوکو ته په غبرګون کې د طالبانو حکومت ویاند ذبیح مجاهد ویلي وو:« مونږ چې د امریکا یوغ یونوړه، د پاکستان خو آبدآ نشو وړلای».

نبیل: د اګست په پنځلسمه نظام او د خلکو هیلې دواړه سقوط شوې

د ملي امنیت پخواني رئیس رحمت الله نبیل ویلي، چې د اګست پنځلسمه یوه توره ورځ ده.

د هغه په خبره، په دغه ورځ نه یوازې دا چې نظام سقوط شو، بلکې د افغانانو هیلې او ارزوګانې هم ووژل شوې.

د نبیل په خبره، دا ورځ باید یوازې ونه غندل شي، بلکې درس هم ورنه واخیستل شي.

نبیل ویلي، له یادې ورځې باید درس واخیستل شي، ټول لوري خپل مسؤلیتونه وپېژني او هر څوک خپل رسالت په پوره ایماندارۍ او ښه ډول ادا کړي، تر څو د افغانستان په زخمونو د تل لپاره پټۍ کېږدو.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې سبا د اسد ۲۴مه افغانستان کې د طالبانو حکومت واک ته د رسېدو ورځ لمانځي.

د تکواندو دوه افغان لوبغاړي؛چین کې له مډالونو ګټلو وروسته بیرته هېواد ته راستانه شول

د تکواندو دوه افغان لوبغاړي علي اکبر رضایي او سمیر رحماني اسیایي سیالیو کې له ګډون وروسته له چین څخه بیرته هیواد ته را وګرځېدل.

په دغو سیالیو کې رحماني د سرو زرو دوه او رضایي یو مډال تر لاسه کړ.

په یادو سياليو کې سمير رحماني د ۵۸ کيلوګرامو په وزن  خپل چينايي سيال ته ماتې ورکړه او لومړى مقام يې خپل کړ.

د دې تر څنګ علي اکبر رضايي هم د ۶۲ کیلو ګرامه په وزن د  خپل چینايي سیال ته ماتې ورکړه او هېواد ته یې د سرو زرو مډال وګاټه.

دا سیالۍ د منځنۍ اسیا هېوادونو د ۲۵۴ لوبغاړو ترمنځ پیل شوې وې.

ټي ټي پي؛شمالي وزیرستان کې ۱۱ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې

0

ټي ټي پي په شمالي وزیرستان کې ۱۱ پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې.

یادې ډلې تېره شپه د وزیرستان په بدر سیمه کې پر پوسته برید کړی.

یاد برید کې ۴ پوځیان وژل شوي او ۷ نور ټپیان دي.

د یادونې ده چې اوس مهال پښتونخوا کې د ټي ټي پي بریدونه تر بل هر وخت زیات شوي دي.

ملا محمد حسن اخوند: د زمري ۲۴مه د امریکا او ناټو پر وړاندې د مجاهدینو د بریاليتوب ورځ ده

د طالبانو حکومت رییس الوزرا ملا محمد حسن اخوند طالب مسوولینو ته په اشارې ویلي، د “جهاد” په بریالیتوب سره یې مسوولیت پای ته نه دی رسېدلی.

نوموړي ویلي، دا مهال د دوی د ټینګښت، د هېواد د ودانولو او د تېرو جګړو د جبران مسوولیت په غاړه لري.

ملا حسن د زمري ۲۴مې په مناسبت ویلي چې له اوسني فرصته باید د حکومت د ټینګښت، سولې پایښت او ولس د ښیرازۍ لپاره ګټه واخیستل شي.

د یادونې ده چې سبا د زمری۲۴ د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ ۳ کاله پوره شول.

د طالبانو حکومت ددغې ورځې د لمانځلو لپاره ډېره اماده ګي نېولې ده.

معصوم ستانکزی:سولې او مشروع نظام ته د رسېدو لپاره طالبانو لویه اشتباه وکړه

د تېر جمهوري حکومت د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزي ویلي، چې طالبانو یو مشروع نظام او ملي سولې ته د رسېدو لپاره لویه اشتباه تکرار کړه.

هغه ویلي، اوس مهال د پلمو لپاره هیڅ دلیل نشته.

ستانکزي دغه راز زیاته کړې چې ټول داخلي او خارجي لوبغاړي په دې ناکامۍ کې شریک دي.

نوموړي همدا راز ویلي چې سوله یواځې د جګړې نشتوالی نه دی.

احمدشاه حبیبي ملا ضعیف ته:د کوم ثبوت پر اساس وایې چې طالبانو سره امریکایي بندیان جاسوسان دي

د ملا عبدالسلام ضعیف هغه خبرو ته چې دوه ورځې وړاندې یې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت سره درې زندانیان امریکایي جاسوسان دي، تازه احمد شاه حبیبي چې د طالبانو حکومت سره د زنداني محمود شاه حبیبي ورور دی ویلي:”ضعیف صاحب، تاسې د طالبانو سره درې تنه زندانیان، چي زما ورور محمود شاه حبیبي هم پکې شامل دی، جاسوسان بللي دي. پر څه بنسټ دا تور لګوئ؟ سند لرئ؟”

حبیبي ضعیف ته د پېغور په شکل ویلي، چې تاسې زما د مشر ورور تېمورشاه حبیبي او محمود حبیبي نمک خوړلی، هغه وخت هم ستاسې نظر همداسې وو که اوس دا خبرې کوئ.

نوموړي له ضعیف څخه پوښتنه کړې چې ذبیح الله مجاهد خو داسې څه نه وايي، چې ته د کومې سرچینې په حواله دا خبرې کوې.

د طالبانو حکومت هټیوالو ته:سبا ورځ خپلو هټیو باندې سپین بیرغ وځړوئ

د طالبانو حکومت ټول هېواد کې هټیوالو ته ویلي، چې د دوی د واک ته رسېدو د دریمې کلیزې په مناسبت دې سپین بیرغ په خپلو هټیو کې وځړوي.

دوی خبرداری ورکړی که هټیوال دا کار ونه کړي؛ نو مجازات به شي.

په ورته وخت کې د طالبانو حکومت د ښوونځیو له مدیرانو غوښتي چې زده کوونکي دې د دوی د ورځې د لمانځلو په موخه سړکونو ته راووځي.

دوی رسنیو ته هم په جدي توګه ویلي چې د دغې ورځې په مناسب دې په خپلو نشراتي پاڼو دا ورځ ولمانځي.

د یادونې ده چې د اسد ۲۴مه واک ته د طالبانو د رسېدو په مناسبت دوی افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې ده.

د ننګرهار طالب چارواکي:د اسد ۲۴مه د دوی د واک ته رسېدو ورځ دې د ښوونځیو ماشومان ونمانځي

ننګرهار کې د طالبانو حکومتي چارواکو له ښوونځیو او ښوونیزو بنسټونو غوښتي چې خپل زدکوونکي د زمري۲۴ مې په مناسبت لویو لارو او سړکونو ته راوباسي.

یو شمېر ځایي سرچینو حماسه میډیا ته ویلي چې دوی دغه کار په ښه ډول د خپلې بریا د ورځې نمانځلو لپاره کوي.

په ورته وخت کې په کابل کې د طالبانو د څلورمې تعلیمي حوزې قومندان محمد نبي طاهري په یو غږیز کلیپ کې چې ښوونځیو ته یې لېږلی، ویلي چې د خصوصي ښوونځیو مدیرانو ته په جدي توګه لارښوونه کیږي چې د طالبانو حکومت د واک ته رسېدو د ورځې په غونډو کې له خپلو ټولو نارینه استادانو سره ګډون وکړي.

هغه په دغه کلیپ کې زیاته کړې چې مسوول کسان دې د غونډې په ورځ د غیر حاضرو کسانو نومونه ولیکي او موږ ته دې وسپاري.

د یادونې ده چې چهارشنبه د اسد۲۴مه پر افغانستان د طالبانو حکومت د بیا واکمنۍ له ۳مې کالیزې سره برابره ده.

د طالبانو حکومت:تورخم کې پرونۍ جګړې دوه ماشومان او یوه ښځه وژلي

د طالبانو حکومت وايي، پرون تورخم کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو کې یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع بېګا ناوخته په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې پاکستاني پوځیانو د عامو خلکو کورونه هدف وګرځول.

نوموړي زیاته کړې چې دوی د خپلې خاورې دفاع ته چمتو دي.

راپورونه وایي چې دا نښته وروسته له هغې رامنځته شوه چې پاکستاني ځواکونو تورخم ته څېرمه په غوړکي سیمه کې پوستې جوړولې، خو طالب سرتېرو یې مخالفت وکړ.