یکشنبه, مې 17, 2026
Home Blog Page 911

نبیل:له هرې افراطي دورې وروسته ټولنو د نوي مسیر پر لور حرکت کړی

د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل ویلي، چې له هرې افراطي دورې وروسته، ټولنو په نوي لور حرکت کړی.

د هغه په خبره، د افراطي دورو وروسته ټولنې داسې لوري ته تللې، چې د مذهب او سیاست رول پکې په متوازن او درناوي سره تعریف شوی دی.

هغه د ترکیې او مالیزیا هېوادونو بېلګې وړاندې کړې، چې له مذهبي افراطیت ورسته په کې د نظامونو نوې بڼه راغلې ده.

دی دا څرګندونې وروسته تر هغې کوي، چې د نجونو د زده کړو په اړه د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست ندا محمد ندیم څرګندونې له غبرګونونو سره مخ شوې.

د یادوې ده چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم کابل کې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل، چې د نجونو د زده کړې مسله حساسه ده، او په میاشتو او هفتو نه حل کیږي.

نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې په داسې حال کې چې قهرجن ښکاره کیده وویل، د نجونو د زده کړې په اړه د علماوو تحقیق دوام لري، که ثابته شوه چې د نجونو زده کړې جایز دي؛ نو زده کړو ته به اجازه ورکړو، خو که تحقیقات دا وي چې نه دي جایز، همداسې به پاتې وي.

حزب‌الله:اسرائیل په سیمه کې د شخړو زیاتېدو هڅه کوي

0

د لبنان حزب الله ډلې اسرائیل په سیمه کې د شخړو پر زیاتېدو تورن کړي دي.

د یادې ډلې مشر حسن نصرالله ویلي چې اسرائیلو د حزب الله ډلې د مهم قومندان فواد شکر په وژلو سره ټولې سرې کرښې تر پښو لاندې کړې.

حزب الله ډلې زیاته کړې چې د اسماعیل هنیه او شکر وژنو ته به له دوی وروسته ایران او ورپسې حوثيان پخپل ډول ځواب ورکړي.

یادې ډلې وړمه ورځ پر اسرائیلو ګڼ شمېر توغندي ور وتوغول.

رویټرز بیا راپور ورکړی چې تر اوسه په دغه برید کې یو تن وژل شوی دی.

ندا محمد ته د طالبانو غبرګون؛خپله کمزوري په اسلام مه پټوئ

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت سرپرست وزیر ندا محمد ندیم وروستیو څرګندونو د یو شمېر د طالبانو غبرګونونه هم راپارولي.

تازه د طالبانو حکومت د استخباراتو غړي جابر نعماني لیکلي چې دا نظر د نظام نه؛ بلکې د یو شخص دی.

هغه لیکلي،” په دې مورد سکوت د کتمان په درجه کې دی؛ خو د یو لړ لوړو مصالحو په خاطر وخت (چې نشته) له اشدو ضرورتونو څخه دی تر څو فزیکي، علمي او… خنډونه په خورا ښو تکتیکونو له مینځه ولاړ شي.”

په همدې حال کې بل طالب قاري منصور لیکلي چې خپله کمزورتیا باید په اسلام پټه نه شي.

هغه لیکلي،”اسلام دومره کمزوری دین نه دی چې د ښځینه تعلیم په څیر دې معلومې او مهمې مسئلې ته حل لاره ونلري، بلکې دا دلته د اسلام نه د حاکمو افرادو په کمزوري درک او فهم پورې تړلې مسئله ده.
د وزیر صیب لاندې څرګندونې خلک په اسلام بدګمانه کوي او د اسلام په اړه داسې منفي ذهنیت ایجادوي چې ګواګې اسلام یو قلف او له واقیعت نه خلاص دین دی.”

د یادونې ده چې نن د طالبانو حکومت د لوړو زدکړو سرپرست وزیر ویلي چې علماوو تحقیق شروع کړی که اسلام کې د ښځو زده کړې روا وې؛ نو اجازه ورکوو او که ناروا وې، ښوونځي به همداسې تړلي وي.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ته غبرګون؛یو شمېر طالبانو د هغو عالمانو لیستونه خپاره کړي چې د نجونو زده کړې یې روا بللې

وروسته تر هغې، چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر د نجونو د زده کړو په اړه توندې څرګندونې وکړې، تازه په ټولنیزو رسنیو کې یو شمېر طالبانو او ګڼو نورو خلکو د هغه څرګندونې غندلې دي.

د لوړو زده کړو وزیر ویلي وو چې د دوی محقیقین په دې اړه څېړنه کوي او که اسلام کې روا شوې؛ نو دوی به ورته جواز ورکړي.

طالب مولوي ضیاء الرحمن اصغر پر خپله ایکس‌پاڼه د هغو مولایانو او استادانو نومونه هم نشر کړي چې د نجونو زده کړې یې روا بللې وې.

هغه لیکلي،” دغه ټولو شیخ صاحبانو د ښځو د تعلیم اړوند تحقیق کړی.

او نتیجه يي دا را ایستلي چې د شریعت په چوکاټ کې جایز دي
او د طالبانو حکومت له مشرانو يې غوښتنه کړې چې مکاتب خلاص کړي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو د سرپرست وزیر ندامحمد ندیم څرګندونې ټولنیزو رسنیو کې له ګڼو غبرګونونو سره مخ شوي دي.

بنټ:د طالبانو د نوي قانون پایلې به و ارزوي

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړ راپورورکوونکی ریچارډ بنټ وايي، چې د طالبانو د نوي قانون اغیزې او پایلې به و ارزوي.

هغه پر اېکس‌پانه د دغه قانون په اړه اندېښنه ښودلې.

تر دې وړاندې بیا د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) هم د طالبانو ۳۵ ماده ییز قانون په کلکه غندلی او خبرداری یې ورکړی چې پراخ محدودیتونه وضع کوي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت وایي، چمتو دي چې د خپل نوي قانون په اړه ټولو پوښتنو ته ځوابونه ووایي.

د طالبانو حکومت دغه نوي قانون په نړۍواله کچه غبرګونونه را پارولي.

خالد حنفي:مونږ ټولو ښځو ته خپل حقونه ورکړي

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت سرپرست وايي، دوی خپلې واکمنۍ کې د افغانو مېرمنو حق ورکړی.

خالد حنفي ویلي، افغان مېرمنې تېرو کلونو کې له خپلو حقونو بې برخې وې.

حنفي په فاریاب کې د دیني عالمانو غونډې ته ویلي، چې هیڅوک حق نه‌ لري چې د یوې نجلۍ د مهر حق ترې واخلي.

هغه ټينګار وکړ، که څوک د نجونو مهر ترې واخلي، قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي.

ندیم:که د علماوو تحقیق وښوده چې د نجونو زده کړې جایز دي؛ نو اجازه ورکوو؛ کنه هېڅکله د شریعت خلاف ګام نه اخلو

د طالبانو د لوړو وزیر شیخ ندامحمد ندیم د نجونو د زده کړې اړوند یوې پوښتنې په ځواب کې په داسې حال کې چې قهرجن ښکاره کیده وویل، د نجونو د زده کړې په اړه د علماوو تحقیق دوام لري، که ثابته شوه چې د نجونو زده کړې جایز دی نو زده کړې ته به اجازه ورکړو، خو که تحقیقات دا وي چې نه دي جایز همداسې به پاتې وي.

نوموړي وویل چې امیر یې شیخ هبت الله اخوندزاده د شریعت په تطبیق او پلې کیدو ټینګار کوي او هیڅ چاره به پرته له شریعت څخه ترسره نه شي.

اشرف غني:په کافا سیالیو کې د فوټبال ۱۷ کلنې لوبډلې ته ددې سیالیو د اتلولۍ ګټلو مبارکي وایم

د افغانستان پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په (کافا) سیالیو کې د اتلولۍ د ګټلو له امله د ۱۷ کلنو فوټبال ملي لوبډلې لوبغاړو، د هغوی روزونکو او ټول افغان ملت ته مبارکي ورکړې.

ښاغلي غني ویلي، د دغو سیالیو اتلولۍ ته دا لومړۍ رسېدنه ده چې د ازبکستان د سیالې ډلې په ماتولو شونې شوه.

پخواني ولسمشر د لوبو ډګر په هره برخه کې خپلو لوبغاړو ته ددغه ډول ډېرو بریاوو هیله څرګنده کړې.

ندیم:د نجونو د زده کړو موضوع یوه تکراري مسئله ده

د طالبانو د لوړو زده کړو وزیر ندامحمد ندیم کابل کې د حکومتي ادارو د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح پروګرام کې وویل د نجونو د زده کړې مسله حساسه ده، او په میاشتو او هفتو نه حل کیږي.

ښاغلي ندیم د یوې پوښتنې په ځواب کې په داسې حال کې چې قهرجن ښکاره کیده وویل، د نجونو د زده کړې په اړه د علماوو تحقیق دوام لري، که ثابته شوه چې د نجونو زده کړې جایز دی نو زده کړې ته به اجازه ورکړو، خو که تحقیقات دا وي چې نه دي جایز همداسې به پاتې وي.

نوموړي وویل چې امیر یې شیخ هبت الله اخوندزاده د شریعت په تطبیق او پلې کیدو ټینګار کوي او هیڅ چاره به پرته له شریعت څخه ترسره نه شي.
ندا محمد ندیم د نجونو د زده کړې موضوع یوه تکراري مسله یاده کړه.

د هوا پېژندنې ادارې؛ په یو شمېر ولایتونو کې د سختو بارانونو او توندو بادونو خبر ورکړی

د طالبانو حکومت تر واک لاندې د هوا پېژندنې ادارې د هېواد په ۹ ولایتونو کې د ورښتونو اټکل کړی.

یادې ادارې ویلي، چې د وږي په پنځمه نېټه به په بدخشان، نورستان، کونړ، ننګرهار، لغمان، خوست، پکتیا او پکتیکا ولایتونو کې ورښت وي، چې اندازه به یې په ځینو ځایونو کې له پنځلسو څخه تر دېرش ملي مترو پورې ورسیږي.

دغې ادارې همداشان په لویدیځو، جنوبي او مرکزي ولایتونو کې د توندو بادونو خبر هم ورکړی، چې سرعت به یې په هر ساعت کې له پنځوسو څخه تر ۸۰ کیلیومتره پورې وي.