د کابل پخواني والي احمدالله عليزي د ملي تفاهم او د افغانانو د یووالي پر اړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې د طالبانو حکومت باید د ټولو افغانانو ترمنځ د اعتماد جوړونې، تفاهم او ګډ کار لپاره عملي او منظم ګامونه پورته کړي.
نوموړي ویلي، د هېواد د اوسنیو ستونزو د حل لپاره اړتیا ده چې یوه روښانه او عادلانه لاره پرانېستل شي، څو افغانستان له انزوا، سیاسي او اقتصادي مشکلاتو څخه ووځي او د سولې، ثبات او پرمختګ پر لور حرکت وکړي.
احمدالله عليزي همداراز له نړیوالې ټولنې او سیمهییزو هېوادونو غوښتي چې د افغانستان د وضعیت د ښه کېدو لپاره په مناسب وخت کې مرسته او همکاري وکړي، ځکه د ده په وینا د وخت ضایع کېدل د وطن او ملت لپاره ستر زیان دی.
هغه زیاته کړې چې ټول لوري باید د افغانستان د ښه راتلونکي، ملي یووالي او دوامدار ثبات لپاره خپل اختلافات کم او د ګډ تفاهم فضا رامنځته کړي.

