د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې د قطر له لومړي وزیر او د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثاني سره یې ټلیفوني خبرې کړې دي.
شهباز شریف په خپله ایکسپاڼه لیکلي، چې دواړو لورو د سیمې او نړۍ پر روان وضعیت خبرې کړې او د سولې، خبرو اترو او سیمهییز ثبات لپاره یې پر ګډ تعهد ټینګار کړی دی.
د پاکستان لومړي وزیر د قطر د ډیپلوماتیک رول ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد آل ثاني نه یې د پاکستان په مشرۍ د سولې او کړکېچ کمولو د هڅو د ملاتړ له امله مننه کړې ده.
شهباز شریف زیاته کړې، چې اسلام اباد د قطر د امیر پاکستان ته د احتمالي سفر هرکلی کوي او دواړه هېوادونه به د سیمې او نړۍ د سولې او ثبات لپاره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

