سه شنبه, جون 16, 2026
Home Blog Page 892

د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی:لویدیځ له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې فکر بل لورته اړوي

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیایونګ ویلي، چین د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.

هغه له نړۍ غوښتي، چې د افغانستان جیوپولټیک ارزښت ته په کتو دې دغه هېواد د سیالیو پرځای د همکارۍ په بستر بدل کړي.

یو شیایونګ پر لویدیځ نیوکه کړې چې له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې فکر بل لورته اړوي.

نوموړي ویلي، افغانستان کې یوازې د ښځو مسئله نه؛ بلکې نور ګڼ مسائل هم شته چې پام ورته وشي.

د مقاومت په نوم جبهه:کابل کې مو دوه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله واړوله

د مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې په کابل کې یې په یوه بريد کې دوه طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغې جبهې په خپله ایکس‌پاڼه لیکلي، چې تېر ماښام د دوی ډلې د کابل ښار د دولسمې حوزې په مربوطاتو کې په طالب سرتېرو برید کړی چې په ترڅ کې یې یو طالب سرتېری وژلی او یو تن بل یې ټپي کړی.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بنګله‌دېش موقت مشر:حکومت یې هڅه کوي ترڅو هند د بنګله‌دېش پخوانۍ صدراعظمه شیخ حسینه ورته وسپاري

0

د بنلګه دېش حکومت په دې هڅه کې دی، ترڅو د هند حکومت د دغه هېواد پخوانۍ لومړۍ وزیره شېخ حسینه نوي حکومت ته وسپاري.

د بنلګه دېش د اوسني حکومت موقت ولسمشر محمد یونس ویلي، د هغو خلکو لپاره د سزا ورکولو هڅې روانې دي، چې بنګله دېش کې د لاریونونو پر مهال یې د خلکو په وژنه کې لاس درلود.

د یادونې ده، چې بنګله دېش کې د شېخ حسینې حکومت پر وړاندې لاریونونه وشول چې په پایله کې یې نوموړې هند ته ولاړه.

جوبایډن؛د امریکا د لومړي ولسمشر په توګه له امازون ځنګل لیدنه کړې

0

جوبایډن د امریکا د لومړي ولسمشر په توګه امازون ځنګل ته تللی.

هغه هلته ژمنه کړې، چې له اقلیمي بدلون سره به مبارزه کوي.

بایډن ویلي چې د امازون ځنګل د ساتنې صندوق سره به مرسته سل میلیونو ډالرو ته لوړه کړي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د کاپ۲۹ ناستې کې ملګرو ملتونو له ابر قدرتو هېوادونو غوښتي وو چې د اقلیم بدلون لپاره مبارزه وکړي.

روسیې؛د اوکراین په سومي ښار کې ۱۰ تنه وژلي

0

روسیې د اوکراین په ختیځ سومي ښار کې پر یو استوګنځي برید کړی، چې له کبله یې ۱۰ کسان وژل شوي او ۵۲ نور ټپیان دي.

رویټرز خبر ورکړی، چې تر برید وروسته د اوکراین حکومت په سیمه کې بېړنی حالت اعلان کړی دی.

د اوکراین د پوځ قومندان ولادمیر ارتیوخ دا پېښه یوه ستره غمیزه بللې ده.

بل لورته د اوکراین د بیړنیو خدماتو ادارې اعلان کړی، چې په سیمه کې د ژغورنې عملیات روان دي.

جنوبي وزیرستان کې؛د جمعیت علما‌ء اسلام ځايي مشر مفتي اعجاز وژل شوی

0

خیبرپښتونخوا کې د یو جومات مخې ته په شوې چاودنه کې د جمعیت علماء اسلام ګوند سیمه‌ییز مشر مفتي اعجاز وژل شوی دی.

پاکستاني رسنیو ویلي، چې په پېښه کې یو بل تن هم وژل شوی؛ خو د هویت په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، د دغې پېښې هدف د شهزاده جومات ملاامام وو.

په یاده پېښه کې شپږ نور کسان ټپیان شوي دي.

لاهم کومې ډلې د دغې چاودنې مسوولیت نه دی منلی.

پر غزې د اسرائیل د بریدونو دوام؛تېره شپه یې یو وار بیا ۷۲ کسان وژلي دي

0

اسرائیل تېره ورځ د غزې پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي، چې له کبله یې ۷۲ کسان وژل شوي دي.

رویټرز خبر ورکړی، چې دا بریدونه په بیت الاهیا کې پر استوګنیزو کورنو شوي دي.

بل لورته اسرائیلي پوځ هم دا برید تائید کړی او ویلي یې دي، چې په سیمه کې یې د غیر نظامي کسانو د وژلو د مخنیوي لپاره ټوله هڅه کړې.

په ټولنیزو رسنیو کې هم په خپرو شویو ویډیوګانو کې لیدل کېږي، چې ځايي خلک له ویجاړو شویو ودانیو څخه جسدونه راباسي.

رویټرز:جوبایډن اوکراین ته په روسیه کې دننه د امریکایي وسلو د کارونې اجازه ورکړه

0

رویټرز خبري اژانس وایي چې، د امریکا ولسمشر جوبایډن اوکراین ته د امریکا وسلو د کارونې اجازه ورکړې ده.

رویټرز د خپلو سرچینو له قوله ویلي چې، جوبایډن اوکراین ته په روسیه کې دننه د امریکایي وسلو د کارونې ویلي.

رویټرز دغه راز ویلي، چې دا پرېکړه د اوکراین او روسیې د جګړې په اړه د واشنګټن په پالیسۍ کې د پام وړ بدلون ښکارندوي کوي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلنسکي ویلي، ټوله هڅه کوي چې روانه جګړه راتلونکی کال د دیپلوماسۍ له لارې پای ته ورسوي.

د ددغه جګړې په اړه تر اوسه د امریکا د نوي منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ روښانه تګلاره معلومه نه ده، خو وړاندې تر دې یې د دغې جګړې په پای ته رسېدو ټینګار کړی.

کیم جونګ اون خپل پوځ ته:د یوې نوې او رېښتینې جګړې لپاره ځانونه چمتو کړئ

0

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون د دغه هېواد له پوځ څخه غوښتي، چې د رښتینې جګړې لپاره خپلې وړتیاوې پیاوړې کړي.

کیم جونګ اون امریکا او متحدین یې د کړکېچ د زیاتېدو پړه بللې او د جګړې لپاره یې د چمتووالي غوښتنه کړې ده.

د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس KCNA ویلي، چې هغه دغه څرګندونې د دغه هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره په کتنه کې وکړې.

نوموړی د جګړې لپاره د چمتووالي خبره داسې مهال کوي چې د هغه په امر د شمالي کوریا زرګونه سرتېري اوکراین سره د جګړې لپاره روسیې ته واستول شول، چې ګڼ غبرګونونه یې را وپارول.

د مارشال عبدالرشید دوستم؛لور په انقره کې له پوهنتون څخه فارغه شوه

د ملي تحريک ګوند مشر مارشال عبدالرشید دوستم کوچنۍ لور زلیخا دوستم د ترکیې له یوه پوهنتون څخه د طب په برخه کې خپلې زده کړې بشپړې کړې دي.

د ښاغلي دوستم عکس په ټولنیزو رسنیو کې خپور شوی چې د خپلې لور تر څنګ ولاړ دی.

څو ورځې وړاندې په ټولنیزو رسنیو کې ویل کېدل، چې دوحه کې د طالبانو حکومت د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین لورګانې په قطر هېواد کې له پوهنتون څخه فارغې شوې.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې پر افغان نجونو د طالبانو حکومت له لوري تر شپږم ټولګي پورته د زده کړو بندیز لګېدلی او ډېری حقونه یې تر پښو لاندې شوي دي.