دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 890

پر افغانستان د امریکا په مشرۍ د نړۍوال ایتلاف برید شل کلن شو

پوره ۲۳ کاله وړاندې په همدې ورځ د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په ۷مه نیټه وروسته له هغه چې طالبانو د اسامه بن لادن امریکا ته د سپارلو ډډه وکړه، د امریکا په مشرۍ نړۍوال ایتلاف د طالبانو حکومت لمنځه یووړ او د ترهګرۍ ضد جګړې په نوم افغانستان ته راغلل.

‏د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل:« د سپټمبر یوولسمې پېښې د عاملینو لمنځه وړلو په موخه یې پر افغانستان برید کړی دی.»

دا پر افغانستان د امریکا تر ټولو اوږده جګړه وه، چې شل کاله یې دوام وکړ.

د چارو ګڼ شمیر شنونکي په افغان چارواکو نیوکه کوي چې له رامنځته شوي فرصت څخه یې ګټه پورته نه کړه او امریکا مجبوره شوه چې د دوحې تړون له مخې شل کاله وروسته افغان جمهوري نظام ړنګ او واک بیرته طالبانو ته وسپاري.

زهرا بلوڅ:طالبان دې مونږ ته د مشورو پر ځای خپلې داخلي ستونزې حل کړي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت وروستۍ اعلامیه د پاکستان په چارو کې لاسوهنه بللې ده.

بلوڅ ویلي، طالبان دې یو دیموکراتیک حکومت ته د مشورو پرځای خپلې کورنۍ ستونزې حل کړي.

هغې دغه راز ویلي، چې د طالبانو حکومت ان دین غلط تفسیر کړی، چې له کبله یې د نجونو ښوونځي بند کړي او د زدکړو اجازه نه ورکوي.

نوموړې له نړیوالې ټولنې سره د ترهګرۍ د له منځه وړلو په برخه کې د طالبانو حکومت د وعدو پر عملي کولو ټينګار کړی او وېره یې ښودلې هسې نه چې افغانستان د ترهګرۍ پر مرکز بدل شي.

د یادونې ده چې تېره ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي وو، چې د پاکستان وروستي کړکېچ ته اندېښمن دي او هیله لري چې ستونزه د خبرو له لارې حل شي.

منظور پښتین:د پاکستان حکومت داعش روزي او مرکزونه یې ورته جوړ کړي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، د پاکستان حکومت اوس مهال د داعش جوړولو لپاره کار کوي.

هغه پر یو ایکس سپیس کې ویلي، چې د پاکستان حکومت اوس داعش ته مرکزونه جوړ کړي، روزنه ورکوي، وسلې ورکوي او د هغوی لپاره بودجه پیدا کوي.

نوموړی زیاتوي، د پاکستان حکومت له افغان او دغه راز له پي ټي ایم سره دوښمني لري او د دې دوښمني لپاره په اساسي ډول کار کوي.

برازیل لوبډلې؛د شپږم ځل لپاره د فوټسال نړیوال جام وګاټه

0

برازیل لوبډلې د فوټسال نړیوال جام اتلولي وګټله.

دا لوبه تېره شپه د ازبکستان په کوربه توب د ارجنټاین او برازیل ترمنځ ترسره شوه، چې برازیل لوبډلې یو د دوه پر وړاندې وګټله.

برازیل تر دې وړاندې پنځه ځله د دغو سیالیو اتلولي په خپل نوم کړې وه.

د دې سیالیو په پایله کې د برازیل ویلیان دورن د غوره ګول ساتونکي جایزه وګټله.

د یادونې ده چې د سږکال فوټسال نړیوال جام د ۲۴ لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، چې افغانستان په کې د لومړي ځل لپاره برخه اخیستې وه.

د نوشکي په سرحدي سیمه کې؛د طالبانو او پاکستاني پوځيانو ترمنځ نښته شوې

د بلوچستان د نوشکي ولسوالۍ اړوند سرحدي سیمه کې د افغان طالبانو او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته شوې ده.

په دې اړه طالبانو څه نه دي ویلي، خو پاکستاني لوري یو شمېر رسنیو ته تائید کړې، چې طالبانو ته یې مرګ ژوبله اړولې.

دا جګړه په داسې حال کې کېږي، چې تېره ورځ د طالبانو حکومت په پاکستان کې وروستی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی وو.

دوی ویلي وو، چې دا کړکېچ به سیمې ته هم ګواښ پېښ کړي.

پاکستان کې ناکراري؛چین وایي پاکستان باید د تیرې شپې د برید په اړه څیړنه وکړي او دوی قانع کړي

0

د پاکستان د کراچۍ هوايي ډګر مخې ته د تېرې شپې په برید کې دوه چینايي وګړي وژل شوي دي.

اسلام اباد کې د چین سفارت تائید کړې، چې د دوی دوه وګړي وژل شوي او یو بل ټپي شوی دی.

د چین له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې دا برید ترهګریز بللی شوی دی.

خبرپاڼه کې د پاکستان له حکومت څخه غوښتل شوي چې په دې اړه پلټنې وکړي.

ددغه برید مسولیت مجید بریګیډ ډلې منلی دی.

د پاکستان په کراچۍ کې؛د تېرې شپې ځانمرګي برید مسولیت مجید بریګیډ ډلې منلی

0

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د تیرې شپې د ځانمرګي برید مسولیت بلوچ لبریشن آرمي (مجید بریګیډ) ډلې منلی دی.

دغه وسله والې ډلې په یوې اعلامیې کې ویلي برید هغه مهال رامنځته شو چې لوړپوړی چینایي پانګوال او انجینران د کراچۍ د جناح هوایي ډګر څخه د وتلو په حال کې وو.

ویل کېږي چې په دغه چاودنه کې دوه چینایي وګړي وژل شوي او اته تنه نور ټپیان شوي دي.

بل طرف ته پاکستان کې د چین سفارت ددغه برید په اړه له پاکستان د پلټنو غوښتنه کړې ده.

صدیق صدیقي پښتنو افغان سیاستوالو ته:د افغانستان بحران ژور دی، تاسې د PTM په اړه غولوونکی سیاست کوئ

د پخواني ولسمشر اشرف غني ویاند او د کورنیو چارو د پالیسۍ مرستیال صدیق صدیقي په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر فعاليتونو د بنديز په اړه په پښتنو افغان سیاستوالو نیوکه کړې.

ښاغلي صدیقي په ایکس‌پاڼې دغه پښتانه افغان سیاستوال مخاطب کړي او ورته یې لیکلي:« عوام فریبي او د خلکو تیرایستل بس دی، باید یوازې د افغانستان په اړه فکر وشي او د یوې داسې سیاسي حل لارې په لټه کې شئ چې خلک له طالبانو خلاص کړئ.»

صدیقي ویلي د افغانستان بحران ترهغه ژور دی چې، افغان سیاستوال یې فکر کوي.

ضیاءالحق امرخېل:د خیبر قامي جرګه د پښتنو د برخلیک ټاکلو ورځ ده

جمهوري نظام کې د ننګرهار والي ضیاءالحق امرخیل د خیبر قامي لویه جرګه د پښتنو لپاره برخلیک ټاکوونکې بللې.

هغه ویلي، که دا جرګه کامیابه شي؛ نو په کوزه پښتونخوا کې به د پښتنو نسل وژنه پای ومومي.

هغه دغه راز هیله څرګنده کړې چې په ټوله نړۍ کې د منظور پښتین غږ بدرګه شي.

تر دې وړاندې هم ګڼ شمېر سیاسونو او ګوندونو له دغې جرګې ملاتړ اعلان کړی.

د طالبانو حکومت؛پاکستان کې د وروستي کړکېچ په اړه اندېښنه څرګنده کړې

د طالبانو حکومت په پاکستان کې د روانې نا کرارۍ په اړه اندیښنه ښودلې.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې :«د ولس د مشروع غوښتنو پر وړاندې تر ټولو ښه لار مذاکره او تفاهم دی. وروستيو پېښو ثابته کړې چې له مذاکراتو انکار مسئلې لا پېچلې کوي.»

خبرپاڼه کې راغلي، چې دا ترینګلتیا به په ټوله سیمه اغېز پرېباسي.

د یاد وزارت اعلامیه کې زیاته شوې، چې د پاکستان حکومت او اغېزناکې ادارې باید له زیاتېدونکې نا رضایتي سره معقول او ریښتونی چلند وکړي.