دوشنبه, جون 1, 2026
Home Blog Page 891

د بیروت په جنوب کې؛اسرائیلو یو وار بیا ګڼې حملې کړې

0

د بیروت په جنوبي سیمه ضاحیه کې تېره او نن ورځ اسرائیلو ګڼ بریدونه کړي؛ خو د زیان په اړه یې تر اوسه معلومات نه دي ورکړل شوي.

په ورته مهال د لبنان ملي خبري اژانس ویلي، چې پر یاده سیمه تر دېرشو ډېر هوايي بریدونه شوي او د درنو چاودنو غږونه هم اورېدل شوي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په دغو بریونو کې د تیلو پمپ او د طبي وسایلو یوه ډیپو هم زیانمنه شوې.

بل لورته د اسراییل پوځ اعلان کړی، چې دوی د وسلو زېرمې او د حزب‌الله تاسیسات په نښه کړي دي.

د اماراتو هوایي شرکت؛سپرلیو سره د پیجرونو او بسیم مخابراتي شبکو انتقال منع کړ

0

د اماراتو هوایي شرکت په یو تازه اقدام کې سپرلیو سره دبۍ ته د پیجرونو او بسیم مخابراتي شبکو انتقال منع کړ.

یاد شرکت دغه راز منځني ختیځ ته د الوتنو لغوه کول څو ورځې نور هم ځنډولي.

له دغه شرکت څخه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا اقدام یې منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو له کبله کړی.

د یادونې ده چې څه موده وړاندې د اسرائیلو له لوري لبنان کې د حزب الله ډلې پیجرونو ته چاودنې ورکړل شوې، چې تر نږدې درې زره کسانو ته پکې مرګ ژوبله واوښته.

پر غزې د اسرائیلي ځواکونو تیرې؛نږدې یو نیم سل زره تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د تیرکال اکتوبر راهیسې د اسرائیلو په برید کې ۴۱،۸۷۰ فلسطینان وژل شوي او نږدې سل زره نور ټپیان شوي دي.

د غزې د روغتیا وزارت وایي، یاده مرګژوبله یوازې د فلسطین په غزې تړانګه رامنځته شوې ده.
د یادونې وړ ده چې اسرائيلي هوایي ځواکونه لاهم پر فلسطیني سیمو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.

جمهوري غوښتونکي ګوند؛له قامي لویې جرګې ملاتړ اعلان کړ

جمهوري غوښتونکي ګوند د پښتنو قامي لویې جرګې له جوړېدو هرکلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د دوی د دغې جرګې د سبوتاژ هر ډول هڅې په کلکو ټکو غندي.

یاد ګوند په یوه خبرپاڼه کې پر ټول افغان ملت غږ کړی، چې د دغه جرګې په خوا کې ودریږي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې پاکستان له کلونو راهیسې افغان د افغان په لاس وواژه او پښتانه یې په عربو، چچنایانو، ازبکستانیو، تاجکو او ګڼو نورو ترهګرو وېرول، د پښتنو پر کانونو یې خېټه اچولې، د دوی سرچینې یې ورڅخه اخیستي او د یوې زبېښونکې جګړې پر دوام یې خپل سیمه‌ییز اهداف تر لاسه کړي.

د یادونې ده چې ټي ټي پي هم له دغې جرګې خپل ملاتړ اعلان کړی.

یاده جرګه د اکتوبر ۱۱مه د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین په مشرۍ جوړېږي.

د باوري سرچینو له راپورونو سره ـ سره؛اسرائیل پر ایران تر اوسه هیڅ برید ونه کړ

0

د یو شمېر باوري رسنیو له راپورونو سره سره، اسرائیل تر اوسه پر ایران برید نه دی کړی.

رسنیو تېر ماښام راپور ورکړی و، چې ښايي په څو ساعتونو کې اسرائیل پر ایران برید وکړي؛ خو تر اوسه د دغه برید کوم څرک نه لیدل کېږي.

بل لورته ایران هم په یو شمېر سیمو کې پوځي تمرینات پیل کړي او دغه راز یې خپل سمندري ځواک ته د تیارسئ امر کړی.

د یادونې ده چې اسرائیل پر ایران د احتمالي برید ګواښ کړی؛ خو ایران یې په ځواب کې ویلي، چې که هرچا پرې برید وکړ؛ نو توند ځواب به ورکړي.

کونړ کې؛سیلابونو ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې

کونړ کې د سېلابونو له امله ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي چې تېره ورځ په کونړ ولایت کې د سېلابونو له امله یو کس وژل شوی او نهه تنه نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو د معلوماتو له مخې دا سېلابونه د یاد ولایت د نرنګ ولسوالي په لمتک، کوډو او شالوکي سیمو کې راوتلي، چې یو شمېر کورونه او کرنیزه ځمکه یې هم ویجاړه کړې ده.

ټي ټي پي؛خیبر کې له قامي لویې جرګې ملاتړ اعلان کړ

0

د پاکستاني طالبانو تحریک یا « ټي ټي پي» خیبر کې له قامي لویې جرګې خپل ملاتړ اعلان کړی.

دوی په یوه اعلامیه کې ویلي، چې له اویا کالو راهیسې پاکستان پر پښتنو ظلم کوي او اوس مهال په پښتونخوا کې قامي لویه جرګه هم جرم بلل کېږي.

ټي ټي پي د پاکستاني پولیسو له لوري د خیمو سوځول په کلکو ټکو غندلي دي.

اعلامیه کې راغلي، له اویا کالو ډېره موده کېږي، چې د پښتنو کانونه او زېربناوې د پاکستان له لوري غصب شوې او اوس د دې وخت را رسېدلی چې پښتانه په دې اړه غږ پورته کړي.

د یادونې ده چې یوولسم د اکتوبر په خیبر کې د منظور پښتین په مشرۍ قامي لویه جرګه جوړېږي.

پر ایران د احتمالي برید له کبله؛د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوې

د پنجشنبې ورځې راهیسې د افغانستان پر فضا نړیوالې الوتنې زیاتې شوې دي.

دا الوتنې وروسته تر هغې زیاتیږي، چې اسرائیل پر ایران د احتمالي بریدونو خبرداری ورکړی دی.

انډیپډینډیټ راپور ورکړی چې د پنجشنبې په ورځ د افغانستان له فضا ۱۹۱ الوتکې تېرې شوي چې دا د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې بې‌ساري دي.

د یادونې ده چې په منځني ختیځ کې د کړکېچ له زیاتېدو سره په یو وخت د افغانستان پر فضا الوتنې زیاتې شوې؛ خو دا لومړی ځل دی، چې په یوه ورځ نږدې دوه سوه الوتنې د افغانستان پر فضا کېږي.

د پاکستان حکومت؛پوځ ته د اسلام اباد د امنیت ساتلو جدي سپارښتنه کړې

0

د پاکستان حکومت له خپل پوځ غوښتي چې د پلازمېنې اسلام اباد امنیت ته جدي پام وکړي.

پاکستان حکومت د عمران خان ګوند پلویانو له لاریونونو په وېره کې دی او پوځ ته یې امر کړی، چې د پخوا په پرتله امنیت ته جدي پام ور وګرځوي.

بل لورته د پلازمېنې په شاوخوا ښارونو کې د عمران خان د ګوند پلویانو لاریونونه دوام لري.

دا په داسې حال کې دی، چې اوس مهال د شانګهای همکاریو سازمان د ناستې لپاره په اسلام اباد کې امنیتي تدابیر سخت شوي دي.

العربیه:ښایي اسرائیل راتلونکو څو ساعتونو کې پر ایران برید وکړي

0

یو شمېر رسنیو ویلي، ښایي اسرائیل تر راتلونکو څو ساعتونو پورې پر ایران برید وکړي.

العربیه د امریکا د استخباراتو له قوله لیکلي چې اسرائیل برید ته چمتو شوی.

اسرائیل تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.