شنبه, جولای 4, 2026
Home Blog Page 883

ټیک‌ټاک کمپنۍ:د ټرمپ په راتګ سره به خپل فعالیت بیرته پیل کړو

0

په امریکا کې له ۱۴ ساعته ځنډ وروسته، ټیک ټاک کمپنۍ بېرته اعلان وکړ، چې اوس مهال هلته یو شمېر امریکايي وګړو بیا دغه اپلیکیشن ته لاسرسی پیدا کړی او د ټرمپ په راتګ سره به دا اپلیکشن بېرته فعال شي.

د یکشنبې په ورځ په ټوله امریکا کې ټیک ټاک وتړل شو، چې نږدې دوه سوه میلیونه کاروونکي یې لرل.

خو تېر ماښام بیا د دغه فلټ فارم کاروونکو پر خپلو ټولنیزو رسنیو لیکلي وو، چې بېرته یې ټیک ټاک ته لاسرسی پیدا کړی دی.

امریکا وايي، د دغه چینايي کمپنۍ مالکین ښايي د امریکايي وګړو معلوماتو ته لاسرسی پیدا کړي؛ نو ځکه یې یاد اپلیکیشن وتړه.

خلیلزاد:د نجونو د زده کړو پر تړاو د عباس ستانکزي خبرې او د اسلامي همکاریو ناستې پرېکړه‌لیک هیله بښوونکې دی

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي پخواني استازي زلمي خلیلزاد ویلي، چې د نجونو او ښځو پر مخ باید ښوونځي او پوهنتونونه د راتلونکي ښوونیز کال له پیل سره سم پرانېستل شي.

هغه په دې اړه د عباس ستانکزي څرګندونې او د اسلامي همکاریو سازمان ناستې پرېکړه لیک هیله بښوونکی بللی دی.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ عباس ستانکزي په یوه غونډه کې ویلي وو، چې دا د شریعت لار نه؛ بلکې خپل طبیعت دی، چې د ښځو پر وړاندې د زده کړو دروازې تړلې دي.

العربیه:سرې میاشتې ادارې ته د درې بندي اسراییلي ښځو د ورسپارلو لړۍ پیل شوه

0

العربیه راپور ورکړی، چې د درې اسراییلي بندیانو ښځو د انتقال پروسه د سرې میاشتې ټولنې ته سپارل کېږي.

د روني ګونن، امیلي داماري او دورون اشتاتنبرچر په نومونو دا بندي شوې ښځې نن ازادیږي، چې په پام کې ده سرې میاشتې ټولنې ته وسپارل شي.

دا ګام د اوربند له پیل څو ساعته وروسته اخیستل کېږي.

د ازادۍ په نوم جبهه:بغلان کې مو څلور طالب سرتېري وژلي

د ازادۍ په نوم جبهې ادعا کړې، چې په بغلان کې یې څلور طالب سرتېري وژلي دي.

دغې جبهې ویلي، چې د طالبانو د استخباراتو د موټرو پر کاروان یې تېر ماښام د پلخمري ښار په مرکزي چوک کې برید وکړ چې څلور طالب سرتېري یې ووژل.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د بالیووډ؛پر مشهور ستوري سیف علي خان د برید په تور یو بنګله دېشی وګړی نېول شوی

0

د هند پولیسو اعلان کړی چې په ممبۍ ښار کې یې د بالیووډ پر ستوري سیف علي خان د برید په تور یو بنګله دېشی وګړی نیولی دی.

هندي پولیسو ویلي، دا سړی چې خپل نوم یې بدل کړی او هند ته په غیر قانوني ډول ننوتلی و، د ممبۍ ښار په څنډه کې پېژندل شوی او نیول شوی دی.

د یادونې ده چې د بالیووډ مشهور ستوری سیف علي خان او مېرمن یې کرینه کپور پنجشنبه د شپې ناوخته د هند په ممبۍ ښار کې په خپل کور کې په یوه برید کې سخت ټپیان شول.

هندي ډاکټرانو ویلي، چې سیف علي خان یې عملیات کړی او له خطر څخه بهر دی.

اسراییل:غزه کې د اوربند لومړی پړاو به نن یکشنبه پیل شي

0

د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو دفتر اعلان کړی چې په غزه کې د اوربند لومړی پړاو به نن یکشنبه پیل شي.

یاد دفتر ویلي، چې د یرغمل شویو کسانو لیست یې ترلاسه کړی چې ټاکل شوې نن خوشې شي.

بل لورته د حماس پوځي څانګې اعلان کړی، چې د هوکړې له مخې به نن درې اسراييلي يرغمل شوې ښځې خوشې کړي.

د یادونې ده چې نن اسرائیلي پوځ په غزه کې په تازه بریدونو کې اته فلسطینیان وژلي او ۲۵ نور یې ټپیان کړي دي.

احمد تقي ته د «جنرال» مبین پیغور:ټیک ټاک ته شرعي دلایل مه ګوره، رادار واخلئ چې خاوره مو بمبار نه شي

د طالبانو حکومت د اقتصادي مرستیال د اطلاعاتو رئیس احمد تقي په خپل ایکس‌پاڼې لیکلي چې طالبانو په هیواد کې ټیک ټاک بند کړی او استعمال یې شرعاً جواز نه لري.

هغه لیکلي:«کاش ټیک ټاک ته داسې طریقه پیدا شي چې په هېواد کې یې څوک نه استعمالولی شي او نه یې هم کتلی شي»

خو د طالبانو د کابل د امنیه قومنداني پخواني ویاند «جنرال» مبین دغه خبرو ته په غبرګون کې لیکلي، د بهرنیو هوايي بریدونو د مخنیوي لپاره رادار مهم دی.

جنرال مبین ویلي:«رادار ډېر لازمي دی، بیا به مو څوک خاوره بمبار نکړي سړیه. دا وړې خبرې دي»

«جنرال» مبین داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې څه موده وړاندې د پکتیکا په برمل ولسوالي کې د پاکستان د هوایي برید له کبله تر ۵۰ زیات عام وګړي ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول.

د طالبانو حکومت؛له ایران څخه د افغان بندیانو د نومونو لېست غوښتی

د طالبانو حکومت د سترې محکمې د مرستیال عبدالمالک حقاني په مشرۍ د طالبانو قضايي پلاوی ایران ته تللی.

عبدالمالک حقاني د ایران د عدلیې له مرستیال کاظم غریب آبادي سره کتلي او غوښتنه یې ترې کړې، چې د افغان بندیانو او په ځانګړې ډول پر اعدام د محکوم شویو بندیانو لېست له دوی سره شریک کړي.

مالک حقاني ویلي، چې اعدام يوه تعزيري سزا ده او اسلام د تعزي مجازاتو په برخه کې څارنوالانو ته واک ورکړى دى.

نوموړي زیاته کړې چې له ايراني چارواکو څخه مو غوښتنه دا ده چې د اسلامي ورورولۍ له مخې په اعدام محکوم شويو افغانانو سره له نرمۍ کار واخلي او په خبره یې د حسن تعامل پر بنسټ د اعدام پرځای دوی لپاره بدیل لاره ومومي.

خیبر پښتونخوا؛د پاکستاني ځواکونو پر کاروان برید شوی

0

د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې د پاکستاني ځواکونو پر کاروان بريد شوی دی.

په دغه برید کې یو پاکستانی سرتېری ټپي شوی او په ځوابي برید کې دوه برید کوونکي وژل شوي دي.

د دغه برید مسولیت تر اوسه کومې ډلې نه دی منلی.

مولوي کبیر:له شیخ هبت الله سره پر کومې ځانګړې دندې نه؛ بلکې په اسلام او شریعت مو ورسره بیعت کړی

د طالبانو حکومت د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر وایي، چې له شیخ هبت الله اخندزاده سره یې د کومې ځانګړې دندې لپاره بیعت نه دی کړی.

مولوي کبیر د دغه وزارت له کارکوونکو سره په ناسته کې ویلي، چې موږ د شیخ هبت‌الله سره پر کومې ځانګړې دندې نه، بلکې په اسلام او شریعت مو ورسره بیعت کړی.

نوموړي د یاد وزارت کارکوونکو ته زیاته کړې، چې د منفکۍ او تبدیلۍ په اړه دې اندېښنه نه کوي.

د یادونې ده چې له شاوخوا لس ورځو وروسته، د طالبانو حکومت د ریاست الوزراء پخواني سیاسي مرستیال مولوي کبیر تېره ورځ د کډوالو چارو وزارت د سرپرست په توګه دنده پیل کړه.