چهارشنبه, جون 24, 2026
Home Blog Page 88

د جون درېیمه د بايسکل نړیواله ورځ؛ملګري ملتونه بایسکل د ارزانه او چاپېریال‌دوسته ترانسپورټ سمبول ګڼي

نن د جون درېیمه د بایسکل نړیواله ورځ ده؛ هغه ورځ چې ملګرو ملتونو په ۲۰۱۸ کال کې د ترکمنستان په وړاندیز د یو پرېکړه‌لیک له لارې ونوموله.

ملګري ملتونه بایسکل د تګ راتګ یوه ارزانه، چاپېریال‌دوسته او دوامداره وسیله ګڼي چې د روغ ژوند، د ککړتیا د کمولو او دوامدار پرمختګ په برخه کې مهم رول لري.

په افغانستان کې هم په وروستیو کلونو کې د بایسکل کارونه زیاته شوې ده.

اقتصادي ستونزو او د ترانسپورټ لګښتونو لوړېدو ډېر خلک دې ته اړ کړي چې بایسکل د ورځني تګ راتګ لپاره وکاروي.

ايټاليا؛دوو پاکستاني بريدګرو درې افغانان او یو پاکستانی په موټر کې ژوندي سوځولي

د ایټالیا چارواکو ویلي چې د دغه هېواد د کالابریا په جنوبي سیمه کې درې افغانان او یو پاکستانی وګړی په یوه موټر کې ژوندي سوځول شوي دي.

د ایټالیا د امنیتي ادارو په وینا، د دې پېښې په تړاو دوه پاکستانیان د قصدي وژنې په تور نیول شوي دي.

راپورونه وایي، د څار کمرې ښيي چې بریدګرو پر موټر اور اخیستونکې ماده شیندلې او وروسته یې اور ورته اچولی دی.

ویل کېږي چې دغه بريدګرو هڅه کړې وه د موټر دروازې وتړي، څو دننه کسان د تېښتې توان ونه لري.

په دې پېښه کې یو بل کس هم سخت ټپي شوی، چې روغتون ته لېږدول شوی او تر درملنې لاندې دی.

تر اوسه د پېښې د علت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

د کویټ دفاع وزارت:د ايران له لوري د هوايي ډګر پر ترمینل برید کې څو کسان ټپیان شوي

د کویټ د دفاع وزارت ویاند سعود عبدالعزیز العطوان ویلي چې د چهارشنبې په سهار د ایران له لوري په څو بې‌پیلوټه الوتکو د کویټ نړیوال هوايي ډګر لومړی ترمینل په نښه شوی دی.

د نوموړي په وینا، په دې برید کې پراخ مالي زیانونه اوښتي او څو کسان ټپیان شوي دي.

هغه زیاته کړې چې ټپیانو ته لازمې طبي مرستې رسېدلې او روغتیایي وضعیت یې تر څارنې لاندې دی.

د دفاع وزارت ویاند ټینګار کړی چې د کویټ وسله‌وال ځواکونه د اړوندو ادارو په همغږۍ وضعیت له نږدې څاري او د هر ډول احتمالي پرمختګ لپاره بشپړ چمتووالی لري.

هغه ویلي چې امنیتي ځواکونه به د هېواد د امنیت او ثبات د ساتنې لپاره ټول لازم اقدامات ترسره کړي.

رويټرز:منځني ختیځ کې کړکېچ يو ځل بيا د تېلو نړیوالې بیې لوړې کړې

رويټرز راپور ورکړی چې منځني ختیځ کې د کړکېچ د زیاتېدو او د ايران او امريکا ترمنځ د خبرو د نه پرمختګ له امله د نړۍ د تېلو بیې د چهارشنبې په ورځ یو ځل بیا لوړې شوې دي.

د راپور له مخې، د برېنټ خام تېلو بیه ۹۶.۸۱ ډالرو او د امریکا د لوېدیځ ټکساس خام تېلو بیه ۹۴.۶۷ ډالرو ته لوړه شوې ده.

د امریکا پوځ ویلي چې ایران د کویټ او بحرین پر لور بالستیک توغندي توغولي؛ خو خپلو هدفونو ته نه دي رسېدلي.

په ځواب کې امریکایي ځواکونو د ایران د قشم ټاپو پر ځینو هدفونو بریدونه کړي دي.

د طالبانو حکومت،‌ د UNODC رييس ته:نړیوال بنسټونه دې د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه د سیاسي موخو قرباني نه کړي

د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي چې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې معین شیخ عبدالرحمن منیر په کابل کې د ملګرو ملتونو د نشه‌یي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (UNODC) له رییس، پولیک اوک سري سره لیدلي دي.

د لیدنې پر مهال د معینیت چارواکو له نړیوالو بنسټونو غوښتي چې د نشه‌یي توکو پر ضد مبارزه د سیاسي موخو قرباني نه کړي او له کروندګرو سره د بدیل معیشت د برابرولو په برخه کې خپلې ژمنې عملي کړي.

بلخوا، د UNODC رییس د روږدو کسانو د درملنې په برخه کې د معینیت د فعالیتونو ستاینه کړې او ژمنه یې کړې چې په اړوندو برخو کې به همکارۍ لا زیاتې کړي.

جاپان؛شدید توپان لسګونه زره جاپاني کورنۍ له برېښنا بې‌برخې او د کورونو څخه وتلو ته اړ کړې

جاپان کې نن سهار شدید استوایي توپان پر بېلابېلو سیمو سخت اغېز کړی، چې له امله یې د ترانسپورټي خدماتو، سوداګریزو فعالیتونو او برېښنا شبکو کې پراخې ګډوډۍ رامنځته شوې دي.

د جاپان د هوا پېژندنې ادارې په وینا، د توپان مرکز د هونشو ټاپو ته نږدې موقعیت لري او د ټوکیو پر لور روان دی.

چارواکو خبرداری ورکړی چې د ارام سمندرګي د ساحلي سیمو ځینې برخې د ژوند ګواښوونکو طبیعي پېښو له خطر سره مخ دي.

د راپورونو له مخې، نږدې ۶۰ زره کورنۍ له برېښنا بې‌برخې شوې دي، او په اتو ولایتونو کې سلګونو زرو اوسېدونکو ته د خوندي سیمو ته د لېږدېدو سپارښتنه شوې ده.

همداراز، شاوخوا ۹۰۰ کورنۍ او نړیوالې الوتنې لغوه شوي، د چټکو اورګاډو ځینې خدمات ځنډول شوي او د موټرو لویو شرکتونو خپل تولیدي فعالیتونه په موقتي ډول درولي دي.

د خوړو نړيوال پروګرام:په يوه سایبري برید کې د غزې د ۶۰۰ زره کورنیو شخصي معلومات افشا شوي

د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) ویلي چې د یوې سایبري حملې له امله د غزې د شاوخوا ۶۰۰ زره کورنیو شخصي معلومات افشا شوي دي.

د راپورونو له مخې، په افشا شویو معلوماتو کې د خلکو نومونه، د پېژندپاڼو شمېرې، د ټیلیفون شمیرې او د استوګنې ځایونو اړوند معلومات شامل دي.

د دغه پروګرام چارواکو ویلي چې د پېښې په اړه څېړنې روانې دي او د اغېزمنو شویو معلوماتو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کېږي.

سنټکام:د ايران د قشم ټاپو پر هدفونو مو دفاعي بریدونه کړي

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ يا سنټکام ویلي چې ځواکونو یې د ځان‌دفاع په موخه د ایران د قشم ټاپو پر ځینو هدفونو بریدونه کړي او ګڼ ایراني توغندي او بې‌پیلوټه الوتکې یې شنډې کړې دي.

سنټکام ادعا کړې چې دغه اقدامات وروسته له هغې ترسره شول چې ملکي بېړۍ او د امریکا سیمه‌ییز متحدان، په ځانګړې توګه کویټ او بحرین، تر بریدونو لاندې راغلل.

د کویټ پوځ ویلي چې د هوايي دفاع سیسټمونو یې ورغلي توغندي او ډرونونه په هوا کې له منځه وړي دي، په داسې حال کې چې د بحرین د کورنیو چارو وزارت ویلي د احتمالي خطر له امله د خبرداري زنګونه فعال شوي وو.

بلخوا ایراني رسنیو راپور ورکړی چې د قشم ټاپو په شاوخوا سیمو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي دي.

زېلېنسکي، امريکا ته:د روسیې د بریدونو د مخنیوي لپاره پاتريوت دفاعي سیستم او توغندیو ته اړتیا لرو

د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلېنسکي له امریکا غوښتي چې د هېواد د هوايي دفاع د پیاوړتیا لپاره نور د پاتریوت توغندیز دفاعي سیسټمونه او رهګیر توغندي ور واستوي.

زېلېنسکي ویلي، روسیې د شپې له خوا پر اوکراین د ۷۳ توغندیو او له ۶۰۰ څخه زیاتو بې‌پیلوټه الوتکو برید کړی، چې له امله یې لږ تر لږه ۲۲ کسان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.

د نوموړي په وینا، که اوکراین د بالستیک او نورو توغندیو پر وړاندې کافي دفاعي وسایل ترلاسه نه کړي، نو دا ډول بریدونه به دوام ومومي.

د راپورونو له مخې، وروستي بریدونه پر کیف، دنیپرو او نورو لویو ښارونو متمرکز وو، په داسې حال کې چې د روسیې او اوکراین ترمنځ د امریکا په منځګړیتوب خبرې اترې هم درېدلې دي.

اوکرایني چارواکو له خپلو لوېدیځو متحدانو غوښتي چې پر روسیې فشارونه زیات او له کیف سره پوځي مرستې پراخې کړي.

مارکو روبیو:هېڅ افغان کډوال امریکا ته د داخلېدو اجازه نه لري

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې د اوس لپاره هېڅ افغان کډوال امریکا ته د داخلېدو اجازه نه لري او واشنګټن هڅه کوي چې په قطر کې مېشت افغانان په نورو خوندي هېوادونو کې ځای پر ځای کړي.

روبیو دا څرګندونې د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې په غونډه کې کړې، او زیاته کړې چې د تېر کال د امنیتي پېښې او د صادر شوي اجرائیوي فرمان له امله اوس مهال د افغانانو امریکا ته انتقال ناشونی دی.

په همدې غونډه کې سناتور کریس کونز ویلي چې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان، چې پخواني همکاران، ۴۰۰ ماشومان او د امریکايي پوځیانو د کورنیو ۱۵۰ غړي پکې شامل دي، لا هم د قطر په السیلیه کمپ کې له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.

روبیو زیاته کړې چې امریکا له څو هېوادونو سره د دغو افغانانو د منلو په اړه خبرې کړې دي او لږ تر لږه پنځه هېوادونه چمتو دي چې د دوی یوه برخه ومني.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د ټرمپ اداره د قطر له کمپونو څخه د یو شمېر افغان کډوالو د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د لېږدولو پر طرحه غور کوي؛ هغه طرحه چې د سلګونو پخوانیو امریکايي ملکي او پوځي چارواکو له سختو نیوکو سره مخ شوې ده.