سه شنبه, جون 2, 2026
Home Blog Page 84

سي‌اېن‌اېن:ونس، ویتکاف او کوشنر د ایران او امریکا خبرو کې په اسلام آباد کې ګډون کوي

0

د امريکايي رسنۍ سي‌اېن‌اېن د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ له سرچینو څخه ویل شوي چې د امریکا لوړپوړی پلاوی به د ایران سره د مهمو خبرو اترو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

د راپور له مخې، د امریکا د مرستیال ولسمشر جی‌ډي ونس به د دې پلاوي مشري وکړي، او له ده سره به د ټرمپ د نږدې سلاکارانو څخه سټیو ویتکاف او د ټرمپ زوم، جرد کوشنر هم مل وي.

سرچینې زیاتوي چې دا پرېکړه د دې لپاره شوې چې د ایران او امریکا ترمنځ د حساسو خبرو د امنیتي او سیاسي ارزونو په رڼا کې یو نوی ډیپلوماتیک لوری وازمایل شي.

وړاندې تر دې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د امنیتي اندېښنو له امله د ونس د ګډون احتمال رد کړی و.

د جی‌ډي ونس له خوا؛د پاکستان خبرو مشري د امنیتي اندېښنو له امله لغوه شوه

0

د راپورونو له مخې، په پاکستان کې د ایران سره د خبرو اترو په نوې پړاو کې، د امریکا د ولسمشر مرستیال جی‌ډي ونس به د امنیتي اندېښنو له امله د امریکايي پلاوي مشري پر غاړه وانخلي.

تر دې مخکې، د یو شمېر لوړپوړو امریکايي چارواکو، په ګډون د ملګرو ملتونو لپاره د امریکا استازي مایک والتز او د انرژۍ وزیر، د ونس د احتمالي ګډون او سفر یادونه کړې وه.

خو تازه راپورونه ښيي چې د امنیتي وضعیت د ارزونې له امله به نوموړی په مستقیم ډول د خبرو اترو مشري ونه کړي، او ښايي د امریکايي پلاوي مشري بل چارواکی پر غاړه واخلي.

بل لورته ځینو رسنیو راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ پاکستان کې د امنیتي اندېښنو له کبله جی‌ډي ونس ته د تګ اجازه نه ده ورکړې.

راپورونه:اسلام‌آباد کې د ایران او امریکا خبرو په درشل کې امنیتي تدابیر په بې‌ساري ډول سخت شوي

0

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌آباد کې د ایران او امریکا د دویم پړاو مذاکراتو له پیل مخکې امنیتي وضعیت په بې‌ساري ډول سخت شوی او ښار د پراخو امنیتي تدابیرو شاهد دی.

د دغو خبرو لومړی پړاو د روانې میاشتې په ۲۲مه نېټه په اسلام‌آباد کې ترسره شوی و، خو کومه عملي هوکړه پکې نه وه ترلاسه شوې.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم اعلان کړی چې د هغه استازي د نوو خبرو لپاره روان شوي او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ماښام اسلام‌آباد ته ورسېږي.

له بلې خوا، د پاکستان چارواکو د ښار په بېلابېلو برخو کې د ترافیکي محدودیتونو او ځینو مهمو لارو د تړلو خبر ورکړی دی، چې دا محدودیتونه نږدې ښار راولپېنډۍ ته هم غځېدلي دي.

د فرانسې خبري اژانس خبریالان وايي چې د اسلام‌آباد په سختو امنیتي سیمو کې، په ځانګړي ډول د ماریوت او سرینا هوټلونو شاوخوا، چې د پخوانیو مذاکراتو د ترسره کېدو ځایونه هم وو، د امنیتي ځواکونو پراخ حضور، وسلوال ګزمو او د تلاشي پوستې په واضح ډول لیدل کېږي.

رویټرز:جی‌ډي ونس، جرد کوشنر او سټیو ویتکاف د ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته ځي

0

د رویترز د راپور له مخې، د سپینې ماڼۍ یو چارواکي ویلي چې د امریکا مرستیال ولسمشر جی‌ډي ونس به له سټیو ویتکاف او جرد کوشنر سره یو ځای د ایران سره د خبرو لپاره پاکستان ته سفر وکړي.

تر دې مخکې، په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیر ویلي وو چې ونس به په پاکستان کې د خبرو اترو لپاره د امریکایي پلاوي مشري پر غاړه ولري.

تر اوسه د دوی د تګ نیټه نه ده ښودل شوې.

ډونالډ ټرمپ:که تهران زموږ منصفانه او معقول تړون ته غاړه کینږدي ټول حیاتي تاسیسات به یې له منځه لاړ شي

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري په ټروت سوشیال کې خپره شوې تازه اعلامیه ښيي چې امریکا تهران ته یو «منصفانه او معقول تړون» وړاندې کړی او تمه لري چې ایران به یې ومني.

ټرمپ په خپل بیان کې ټینګار کړی چې دا وړاندیز کولی شي د دواړو لورو ترمنځ روان کړکېچ پای ته ورسوي، خو ورسره یې سخت خبرداری هم ورکړی.

هغه ویلي، که ایران دغه توافق رد کړي، نو متحده ایالات به «ټول برېښناکوټونه او پلونه» په نښه کړي.

مجتبی خامنه‌اي:ایران به د بهرنیو فشارونو پر وړاندې مقاومت ته دوام ورکړي

0

د ایران د نوي مذهبي مشر مجتبی خامنه‌ای په یوه تازه بیان کې ویل شوي چې د ایران پوځ د هېواد د ځمکنۍ بشپړتیا، اوبو او ملي حاکمیت د ساتنې لپاره چمتو دی او د بهرنیو فشارونو پر وړاندې مقاومت کوي.

په بیان کې ادعا شوې چې د ایران بې‌پیلوټه الوتکې د احتمالي ګواښونو پر وړاندې پرمختللي عملیات ترسره کولی شي، او د سمندري ځواکونو د چمتووالي یادونه هم شوې ده.

هغه د وژل شوو پوځي چارواکو یادونه کړې او ویلي یې دي چې هغوی د هېواد د دفاع په لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی.

همدارنګه ټینګار شوی چې پوځ د خلکو له منځه راپورته شوی او د بهرنیو هېوادونو، په ځانګړي ډول د امریکا له لوري د فشارونو پر وړاندې به خپل دریځ وساتي.

ډونالډ ټرمپ:اسرائیل که د چا خوښېږي او که نه؛ خو د امریکا یو قوي او ځیرک متحد دی

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې اسرائیل د امریکا یو مهم او قوي متحد بللی او د هغوی رول یې په سیمه‌ییزو شخړو کې ستایلی دی.

ټرمپ ویلي، که څوک اسرائیل خوښوي یا نه، هغوی په ثابت ډول د امریکا لپاره یو لوی متحد پاتې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې چې اسرائیل زړور، باجرأته، وفادار او هوښیار دي او د جګړو او سختو شرایطو پر مهال یې خپل دریځ ثابت کړی دی.

هغه وړاندې ویلي چې د نورو اړخونو په پرتله، اسرائیل په جګړو کې کلک دریځ لري او پوهېږي چې څنګه بریا ترلاسه کړي.

مسعود پزشکیان:ټرمپ څه کاره دی چې زموږ پر حقونو پرېکړه وکړي؟

0

د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، په تازه څرګندونو کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ پر دریځ توند غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هېڅ نړیوال ځواک نشي کولای یو ملت له خپلو قانوني حقونو بې‌برخې کړي.

پزشکیان وویل، ټرمپ دا ادعا کوي چې ایران باید له خپلو هستوي حقونو استفاده ونه کړي، خو دا نه روښانوي چې دا محدودیت د کوم جرم پر بنسټ مطرح کېږي.

هغه زیاته کړه، دا پوښتنه هم مطرح ده چې ټرمپ د نړۍ په کچه څه صلاحیت لري چې د یوه ملت پر حقونو پرېکړه وکړي؟.

پزشکیان وایي، چې د انساني اصولو له مخې، هر انسان پرته له دین، مذهب، نژاد او قومیت باید له خپلو اساسي حقونو برخمن وي.

هغه زیاته کړه چې ایران غواړي په نړیوال نظام کې له ټولو هېوادونو سره د عدالت او انصاف پر بنسټ چلند وشي.

پاکستاني رسنۍ:اسلام‌اباد کې د ایران او امریکا ترمنځ خبرو ته نږدې کېدو سره پوهنتونونه تړل شوي

0

د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد او راولپنډۍ کې ځینو پوهنتونونو د ایران او امریکا د خبرو دویم پړاو ته د نږدې کېدو له امله حضوري ټولګي ځنډولي دي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په اسلام‌اباد او راولپندي کې یو شمېر پوهنتونونو خپل حضوري درسونه بند کړي او تدریسي بهیر یې انلاین ته اړولی دی.

راپورونه وايي چې ازموینې هم ځنډول شوې دي.

که څه هم د ایران او امریکا د خبرو د دویم پړاو دقیقه نېټه لا نه ده اعلان شوې، خو د ځینو پوهنتونونو درسي پروګرامونه د اپرېل له ۲۰مې تر ۲۴مې پورې انلاین دوام لري.

شمالي کوریا؛یو ځل بیا بالسټیک توغندي وازمویل

0

شمالي کوریا څو بالسټیک توغندي د خپل ختیځ سمندر پر لور توغولي، چې دا د روان کال اوومه ازموینه بلل کېږي.

د جنوبي کوریا او جاپان چارواکو ویلي چې توغندي د سینپو ښار ته نږدې توغول شوي او د کوریا ټاپووزمې ختیځ لور ته لوېدلي دي.

د راپورونو له مخې، دغه توغندي د جاپان اقتصادي سیمې ته نه دي داخل شوي.

د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې مشر رافایل ګروسي ویلي چې شمالي کوریا په اټومي برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون مخکې ټینګار کړی و چې د دوی اټومي ځواک د هېواد د امنیت لپاره مهم او نه بدلېدونکی دی.