د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی چې د پاکستان په پلازمېنه اسلامآباد کې د ایران او امریکا د دویم پړاو مذاکراتو له پیل مخکې امنیتي وضعیت په بېساري ډول سخت شوی او ښار د پراخو امنیتي تدابیرو شاهد دی.
د دغو خبرو لومړی پړاو د روانې میاشتې په ۲۲مه نېټه په اسلامآباد کې ترسره شوی و، خو کومه عملي هوکړه پکې نه وه ترلاسه شوې.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم اعلان کړی چې د هغه استازي د نوو خبرو لپاره روان شوي او ټاکل شوې چې د دوشنبې په ماښام اسلامآباد ته ورسېږي.
له بلې خوا، د پاکستان چارواکو د ښار په بېلابېلو برخو کې د ترافیکي محدودیتونو او ځینو مهمو لارو د تړلو خبر ورکړی دی، چې دا محدودیتونه نږدې ښار راولپېنډۍ ته هم غځېدلي دي.
د فرانسې خبري اژانس خبریالان وايي چې د اسلامآباد په سختو امنیتي سیمو کې، په ځانګړي ډول د ماریوت او سرینا هوټلونو شاوخوا، چې د پخوانیو مذاکراتو د ترسره کېدو ځایونه هم وو، د امنیتي ځواکونو پراخ حضور، وسلوال ګزمو او د تلاشي پوستې په واضح ډول لیدل کېږي.

