شنبه, مې 30, 2026
Home Blog

حشمت غني: پاکستان دې د ایران او امریکا په څېر له افغانستان سره د کړکېچونو حل ته هم پاملرنه وکړي

د افغانستان د پخواني ولسمشر اشرف غني ورور حشمت غني ویلي، پاکستان د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ او ایران ترمنځ د سولې د یوې احتمالي هوکړې لپاره ډېرې هڅې کوي او انرژي مصرفوي.

حشمت غني په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې د پاکستان پوځ او ملکي حکومت د ټرمپ او ایران ترمنځ د روغې جوړې لپاره په پراخه کچه بوخت ښکاري، خو باید د افغانستان او هند سره د خپلو ستونزو حل ته هم ورته پاملرنه وکړي.

نوموړي زیاته کړې، هیله لري چې پاکستان به د افغانستان او هند سره د شته تاوتریخوالو او کړکېچونو د کمولو لپاره هم همدومره نوښت او جدیت ښکاره کړي.

حشمت غني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې په دې وروستیو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د امنیتي، سیاسي او سوداګریزو اړیکو په اړه بحثونه زیات شوي او همداراز د پاکستان او هند اړیکې هم لا تراوسه له ګڼو ننګونو سره مخ دي.

امریکايي مجله:ډونالډ ټرمپ د ایران په مذاکراتو کې له سختو ننګونو سره مخ دی

د اتلانتيک امریکايي مجلې په تحلیلي مقاله کې راغلي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریالي معامله‌کوونکي شهرت لري، خو په مهمو نړیوالو مذاکراتو کې یې څو ځله مطلوبې پایلې نه دي ترلاسه کړې.

د مقالې لیکوال استدلال کوي چې د ایران او امریکا ترمنځ روانې خبرې د ټرمپ د مذاکراتي تګلارې کمزورۍ څرګندوي.

د هغه په وینا، ټرمپ د ایران سره د احتمالي هوکړې په اړه بېلابېل او کله ناکله متضاد دریځونه خپل کړي، چې د خبرو اترو بهیر یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

په مقاله کې ویل شوي چې ایراني مذاکره کوونکي د کلونو دیپلوماتیکې تجربې لرونکي دي؛ خو د ټرمپ اداره په ځینو مواردو کې له کافي چمتووالي او روښانه ستراتیژۍ پرته مذاکرات پر مخ وړي.

لیکوال زیاتوي چې سپینه ماڼۍ د ایران سره د یوې هوکړې د ترلاسه کولو لپاره تر فشار لاندې ده، او تهران هڅه کوي له همدې وضعیت څخه د خپلو ګټو لپاره استفاده وکړي.

د مقالې له مخې، که څه هم ښايي دواړه لوري په پای کې یوې موافقې ته ورسېږي؛ خو د هغې د بریالیتوب او دوام په اړه لا هم ګڼې پوښتنې موجودې دي.

مولوي يعقوب مجاهد د روسیې له سفر وروسته:پاکستان به نور پر افغان خاوره د بريد جرئت ونه کړي

د طالبانو د حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد له مسکو څخه تر راستنېدو وروسته ویلي، د روسیې او افغانستان ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو د هوکړې عملي پړاو به ډېر ژر پیل شي.

نوموړي په کابل هوايي ډګر کې خبریالانو ته ویلي، دغه هوکړه دفاعي ائتلاف نه دی، بلکې موخه یې په افغانستان کې د موجودو روسي وسلو، چورلکو او الوتکو ترمیم او تخنیکي ساتنه ده، څو له دغو تجهیزاتو څخه اغېزمنه ګټه واخیستل شي.

یعقوب مجاهد زیاته کړې چې دا تړون د هېڅ هېواد پر ضد نه دی او د سیمې امنیت او ثبات کې به مرسته وکړي.

هغه دا هم ویلي چې په راتلونکي کې له نورو هېوادونو، حتی امریکا سره هم د ورته تخنیکي همکاریو امکان شته.

د دفاع وزیر ټینګار کړی چې افغانستان مسلکي هوايي دفاعي سیستم ته اړتیا لري او د ترلاسه کولو لپاره به یې له بېلابېلو هېوادونو سره خبرې وشي.

نوموړي د پاکستان په اړه هم څرګندونې کړې او ویلي چې هڅه به وشي څو په نږدې راتلونکي کې پاکستان نور د افغانستان پر خاوره د برید جرئت ونه کړي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د کابل او اسلام‌اباد اړیکې د سرحدي شخړو او امنیتي تورونو له امله ترینګلې دي.

عبدالله عبدالله:د لغمان د ترافیکي پېښې خبر سخت خواشینی کړم

د افغانستان د ملي مصالحې پخواني مشر ډاکتر عبدالله عبدالله د لغمان ولايت د سرخکانو په سيمه کې د شوې خونړۍ ترافیکي پېښې له امله د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواخوږي ښودلې ده.

عبدالله عبدالله په خپله ایکس پاڼه ليکلي، چې دغه دردناکې پېښې د هېواد یو شمېر وګړي شهیدان او ټپیان کړي، چې خبر یې سخت خواشینی او متأثر کړی دی.

هغه د پېښې د قربانیانو کورنیو، خپلوانو او د افغانستان ولس ته د زړه له کومې تسلیت وړاندې کړی او د لوی خدای له درباره یې قربانیانو ته د رحمت او مغفرت، ټپیانو ته د عاجلې او بشپړې روغتیا، او پاتې کورنیو ته د صبر او زغم دعا کړې ده.

د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کډوالو د یوه لارۍ موټر د ترافیکي پېښې له امله لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې چې پکې ښځې او ماشومان هم شامل دي.

مولوي يعقوب مجاهد؛له روسیې څخه کابل ته را ستون شو

د طالبانو حکومت د دفاع وزیر مولوي محمد يعقوب مجاهد له روسیې څخه کابل ته راستون شوی او ویلي یې دي چې د افغانستان او روسیې ترمنځ د پوځي همکارۍ د هوکړې عملي چارې به په نږدې ورځو کې پیل شي.

نوموړي، چې د مسکو په نړیوال امنیتي کنفرانس کې یې ګډون کړی و، کابل ته د رسېدو پر مهال څرګنده کړې چې د یادې هوکړې د پلي کېدو پر څرنګوالي به نورې تخنیکي او عملي خبرې اترې هم ترسره شي.

د مسکو امنیتي غونډه د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو د لوړپوړو امنیتي او دفاعي چارواکو په ګډون جوړه شوې وه، چې پکې د امنیتي همکاریو، سیمه‌ییزو بدلونونو او دوه اړخیزو اړیکو په اړه بحثونه وشول.

د هرمز تنګي ترينګلی وضعیت؛برتانوي سمندري ادارې خپلو بېړیو ته خبرداری ورکړی چې د ایران بندرونو ته نږدې نه شي

د برتانیا سمندري امنیتي ادارې خبرداری ورکړی چې د هرمز تنګي امنیتي وضعیت لا هم حساس او ترینګلی دی او له بېړیو یې غوښتي چې په سیمه کې له احتیاط څخه کار واخلي.

د یادې ادارې په وینا، د ایران پر بندرونو د امریکا لګول شوی بندیز او څارنه په جدي ډول عملي کېږي، او هغه بېړۍ چې د هرمز تنګي په شاوخوا کې تګ راتګ کوي باید په څرګنده وښيي چې د ایران بندرونو ته د تلو نیت نه لري.

ادارې زیاته کړې چې د امریکا د سمندري ځواکونو لارښوونو ته نه پاملرنه کولی شي د بېړیو او عملې امنیت له خطر سره مخ کړي.

پاکستان کرکټ؛د پاکستان ملي لوبډله د نړۍ دریمه لوبډله شوه چې ۱۰۰۰ یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره کوي

د پاکستان ملي کرکټ لوبډله نن له استرالیا سره د درې یو ورځنیو لوبو لوبلړۍ پیلوي.

د دې سیالۍ په ترسره کولو سره به د پاکستان د یو ورځنیو نړیوالو لوبو شمېر (۱۰۰۰) ته ورسېږي.

پاکستان به له استرالیا او هند وروسته د نړۍ درېیمه لوبډله شي چې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو د زر سیالیو تاریخي پړاو بشپړوي.

راپورونه:ايران خپل غني شوي يورانيم چین ته انتقالوي

راپورونه وایي، ایران چمتو شوی چې خپل غني شوی یورانیم چین ته انتقال کړي او غواړي له امریکا سره د هرې وروستۍ هوکړې تر مخه د بېجینګ تضمینونه ترلاسه کړي.

په همدې حال کې، د چین ولسمشر شي جین پینګ په بېجینګ کې د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شريف سره لیدلي دي.

ویل کېږي د پاکستان د پوځ مشر عاصم منير هم په دې سفر کې ګډون لري.

ځینې سرچینې ادعا کوي چې پاکستان هڅه کوي چین د ایران او امریکا ترمنځ د هر احتمالي تړون ضامن وګرځي، او ښايي عاصم منیر د همدې هڅو په لړ کې نږدې ورځو کې دوحې ته هم سفر وکړي.

تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ويل شوي.

امریکا:د لبنان او اسراییل ترمنځ مستقیمې خبرې د تلپاتې سولې یوازینۍ لار ده

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه چارواکي فاکس نیوز ته ویلي چې په سیمه کې د تلپاتې سولې او ثبات د ټینګښت لپاره یوازینۍ اغېزمنه لار د لبنان او اسراییل ترمنځ مستقیمې خبرې اترې دي.

د نوموړي په وینا، واشنګټن باور لري چې د دواړو لورو ترمنځ د شخړو او اختلافاتو د حل لپاره ډیپلوماتیکې او مخامخ خبرې تر ټولو غوره لاره ده او کولی شي د اوږدمهاله امنیت او ثبات زمینه برابره کړي.

دغه څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د لبنان او اسراییل ترمنځ د سرحدي سیمو او امنیتي وضعیت په اړه اندېښنې لا هم پر خپل ځای دي او نړیوالې هڅې روانې دي څو د دواړو خواوو ترمنځ د کړکېچ کچه راکمه شي.

امریکايي چارواکي ټینګار کوي چې هر ډول دوامداره حل باید د خبرو اترو له لارې ترلاسه شي او دواړه لوري باید د تاوتریخوالي پر ځای سیاسي او ډیپلوماتیکو لارو ته لومړیتوب ورکړي.

سریلانکا لیګ؛د لنکا لیګ ډرافټ ته (۱۸) افغان لوبغاړي شارټ لېسټ شوي

د اسراییل یوې رسنۍ راپور ورکړی چې د اسراییل استخباراتي ادارې موساد د ایران پر ضد د نفوذ او بې‌ثباته کولو عملیاتو لپاره یوه محرمانه څانګه جوړه کړې ده.

د راپور له مخې، دغه واحد په ۲۰۲۱ کال کې د موساد د مشرۍ د بدلون وروسته رامنځته شو او په پیل کې یې د ایران د لوړپوړو چارواکو پر ضد د ځانګړو عملیاتو تمرکز درلود؛ خو وروسته یې فعالیتونه پراخ شول او د ایران په اړه د موساد د پراخې ستراتیژۍ برخه وګرځېدل.

سرچینې وایي چې د دې څانګې مسؤلان باور لري وروستي عملیات د اوږدمهاله پلان یوازې یوه برخه ده او د ایران پر وړاندې د دوی فعالیتونه لا هم دوام لري.

د راپور له مخې، د دې واحد یوه پخواني مشر ویلي چې د دوی هدف د ایران د حکومت د کمزوري کېدو بهیر ګړندی کول دي او په وینا یې اوسنی پړاو د فعالیتونو پیل بلل کېږي، نه پای.

همداراز ویل شوي چې دغه څانګه اوس په لا زیات شدت خپل فعالیتونه پر مخ وړي او هڅه کوي د سیاسي بدلون بهیر چټک کړي.

راپور دا ادعا هم کړې چې د موساد مشر په دې باور دی، که د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ایران سره د داسې احتمالي هوکړې ملاتړ ونه کړي چې د دغه هېواد اقتصادي وضعیت پیاوړی کړي او اقتصادي فشارونه دوام ومومي، نو د ایران حکومت به له جدي ننګونو سره مخ شي.