دوشنبه, جون 8, 2026
Home Blog Page 84

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت:د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې اړوند الوخېل سیمه کې له ۸۰۰ جریبو زیاته ځمکه دولتي اعلان شوه

د طالبانو حکومت د عدلیې وزارت خبر ورکړی چې د کابل ښار د شپاړسمې ناحیې اړوند د الوخېل په سیمه کې له ۸۰۰ جریبو زیاته ځمکه د محکمې د پرېکړې له مخې د دولت ملکیت ګرځول شوې ده.

د چارواکو په وینا، دا ځمکه چې په دوو جلا کادستري برخو کې شامله ده، د قانوني اسنادو، املاکي ثبتونو او د اړوندو ادارو د معلوماتو له هر اړخیزې څېړنې وروسته د دولت په نوم ثبت شوې ده.

وزارت ټینګار کړی چې دغه ساحه به د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون ته وسپارل شي، څو راتلونکې کې یې د ساتنې او قانوني کارونې چارې تنظیم شي.

د عدلیې وزارت زیاتوي چې د دولتي ځمکو د تثبیت او له غاصبینو د بېرته اخیستلو بهیر په ټول هېواد کې دوام لري او دا اقدام د عامه شتمنیو د ساتنې په لړ کې یو مهم ګام بلل کېږي.

نړیوال بانک:د انرژۍ بیې به سږکال په تېرو څلورو کلونو کې تر ټولو ډېرې لوړې شي

0

راپورونه وایي، د فارس خلیج په سیمه کې د روانو کړکېچونو له امله نړیوال بانک د نړیوال اقتصاد، په ځانګړي ډول د انرژۍ د بیو په اړه نوې ارزونې خپرې کړې دي.

د نړیوال بانک کارپوهان اټکل کوي چې د انرژۍ بیې به سږکال شاوخوا ۲۴ سلنه لوړې شي، چې دا به د ۲۰۲۲ کال د روسیې او اوکراین جګړې له پیل راهیسې تر ټولو لوړه کچه وي.

په راپور کې ویل شوي چې د انرژۍ د بیو دغه زیاتوالی نه یوازې د تېلو او ګازو بازار اغېزمنوي، بلکې د نړیوال تولید پر سکتور هم فشار راولي او ښایي د بیو د نورو ناڅاپي لوړیدو لامل شي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې د انرژۍ د بیو دوامداره لوړوالی کولای شي په نړیوالو بازارونو کې د بې‌ثباتۍ لړۍ نوره هم چټکه کړي او د اقتصاد پر بېلابېلو برخو منفي اغېزې پرېږدي.

افغانستان او چین؛د سوداګرۍ، ترانزیټ او ګډو پانګونو د پراختیا پر همکاریو خبرې کړې

د طالبانو حکومت د سوداګرۍ او پانګونې خونې (ACCI) مشرتابه چین ته د خپل سفر په ترڅ کې د ژېجیانګ ولایت د بهرنیو چارو له ولایتي استازي سره لیدنه کړې، چې پکې د دواړو لورو ترمنځ د سوداګرۍ، ترانزیټ، رېل پټلۍ همکاریو، نندارتونونو او ګډو پانګونو پر پراختیا خبرې شوې دي.

د معلوماتو له مخې، افغان پلاوي په دې لیدنه کې د کابل او چین ترمنځ د مستقیمو الوتنو پر پیل هم ټینګار کړی او چینایي لوري د دې موضوع د تعقیب ډاډ څرګند کړی دی.

په ورته وخت کې، د ACCI مشرتابه د هانګژو د سوداګرۍ او صنعت خونې سره هم جلا غونډه ترسره کړې، چې پکې د سوداګرۍ د پراختیا، ګډو پانګونو، نندارتونونو او د سوداګرو ترمنځ د مستقیمو اړیکو (B2B) پر پیاوړتیا بحث شوی دی.

سرچینې زیاتوي چې د دې لیدنو په پایله کې د هانګژو خونې او د کندهار د سوداګرۍ خونې ترمنځ د تفاهم یو یادداشت (MoU) هم لاسلیک شوی، چې هدف یې د دواړو لورو ترمنځ اقتصادي اړیکو ته وده ورکول دي.

ډونالډ ټرمپ:موږ به هېڅکله ایران ته د اټومي وسلو اجازه ورنه کړو

0

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بریتانیا له پاچا چارلس درېیم سره په لیدنه کې په لنډ ډول د منځني ختیځ د شخړو یادونه کړې او ویلي چې امریکا له ایران سره په جګړه کې ډېر ښه کار کړی دی.

هغه د ایران له نوم اخیستلو پرته ویلي: «موږ له نظامي پلوه هغه ځانګړی مقابل لوری مات کړی دی.»

ټرمپ زیاته کړې: «موږ به هېڅکله هغه مقابل لوري ته اجازه ورنه کړو—چارلس له ما سره موافق دی، حتی تر ما هم زیات—موږ به هېڅکله اجازه ورنه کړو چې هغه لوری اټومي وسلې ولري.»

نوموړي همدارنګه ویلي چې امریکا او بریتانیا په ګډه د «کمونیزم، فاشیزم او استبداد» پر وړاندې درېږي.

د پاکستان د روغتیا وزیر:په دغه هېواد کې ۸۴ زره کسان په ایډز ناروغۍ اخته شوي

0

د پاکستان د روغتیا وزیر مصطفی کمال ویلي چې دا مهال په دغه هېواد کې شاوخوا ۸۴ زره کسان پر ایډز اخته دي، خو په وینا یې یوازې ۶۱ زره یې تر درملنې لاندې دي او ګڼ شمېر نور لا هم نه دي تشخیص شوي.

نوموړي د یوې خبري غونډې پر مهال ویلي چې د ایډز د معاینې مرکزونه په وروستیو کلونو کې زیات شوي او اوس ۹۸ ته رسېدلي، په داسې حال کې چې په ۲۰۲۰ کال کې دغه شمېر یوازې ۴۹ وو.

د ورکړل شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۴ کال کې نږدې ۳۸ زره کسان معاینه شوي چې له ډلې یې شاوخوا ۴۹۰۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي؛ خو په ۲۰۲۵ کال کې بیا د معایناتو ترڅنګ مثبتې پېښې په څرګند ډول زیاتې شوې او تر ۱۴ زرو زیات کسان په دې ناروغۍ اخته موندل شوي دي.

راپورونه وايي چې د نړیوال مرستندویه بنسټ «ګلوبل فنډ» یوه ډله به ژر پاکستان ته ولاړه شي، څو د ایډز د زیاتېدونکو پېښو ارزونه وکړي او د مخنیوي لارې چارې وارزوي.

دا په داسې حال کې ده چې په پنجاب ایالت کې د مظفر ګړۍ ولسوالۍ کې هم د ایډز مثبتې پېښې په زیاتېدو دي، چې د خلکو اندېښنې یې راپارولي دي.

امریکا؛د خپلواکۍ د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت ځانګړي پاسپورټونه خپروي

0

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې هېواد د خپلواکۍ د اعلان د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت به ځانګړي او یادګاري پاسپورټونه خپاره کړي، چې په ډیزاین کې به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ انځور او لاسلیک هم شامل وي.

د راپورونو له مخې، دا پاسپورټونه به محدود شمېر کې د واشنګټن د پاسپورټ ادارې له لارې امریکایي وګړو ته ورکړل شي او وېش به یې د روان کال په دوبي کې پیل شي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټومي پیګټ ویلي چې دا نوښت د هېواد د تاریخي کلیزې د نمانځلو د پراخو پلانونو یوه برخه ده، چې په راتلونکې جولای میاشت کې به په ټول هېواد کې ځانګړي مراسم ترسره شي.

په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د پاسپورټ ډیزاین د امریکا د خپلواکۍ له اعلامیې او ملي بیرغ څخه الهام اخیستی او د ټرمپ انځور په کې ځای پر ځای شوی دی.

همداراز، په بله پاڼه کې د بنسټګرو مشرانو د لاسلیک صحنه هم انځور شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ادارې په وروستیو کې هڅه کړې خپل نوم او نښې په بېلابېلو دولتي پروګرامونو او بنسټونو کې ځای پر ځای کړي.

سربېره پر دې، د راپورونو له مخې، په واشنګټن ښار کې د ځینو ودانیو بڼه هم بدلېږي، چې د سپینې ماڼۍ په ختیځه څانګه کې د لوی تالار د جوړولو او د یوه ستر یادګاري قوس د جوړېدو پلانونه هم پکې شامل دي.

بلوچستان؛د بېلابېلو پېښو له امله پنځه تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

0

د پاکستان د بلوچستان ایالت په بېلابېلو سیمو کې د تاوتریخوالي په جلا پېښو کې درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.

د راپورونو له مخې، په لومړۍ پېښه کې چې د کوټې ښار په «سول لاینز» سیمه کې رامنځته شوې، د یوې تاڼې د مشرې د کورنۍ غړو او ساتونکو پر یوه موټر ډزې کړې، چې له امله یې یو کس وژل شوی او د یوه اته کلن ماشوم په ګډون دوه تنه ټپیان شوي دي.

په بله پېښه کې د کوټې د سریاب پر سړک ناپېژاندو وسله‌والو پر یوه رېړۍ چلوونکي ډزې کړې، چې په پایله کې یې نوموړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

همداراز، د عبدالله کلا په ولسوالۍ کې هم ناپېژاندو کسانو پر یوه ځوان ډزې کړې، چې له امله یې هغه وژل شوی؛ ویل کېږي قرباني د خیبر پښتونخوا د سوات سیمې اوسېدونکی و.

تر اوسه د دغه پېښو اصلي لاملونه نه دي روښانه شوي.

له کندهاره؛په لومړي ځل اماراتو ته د الوچو د هوايي لېږد لړۍ پیل شوه

د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره له دغه ولایت څخه متحده عربي اماراتو ته د الوچو صادرات پیل شوي، چې دا چاره د کرنیزو محصولاتو لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.

د معلوماتو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۲ ټنه الوچې اماراتو ته لېږدول شوې او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به نورې هم صادرې شي.

چارواکي زیاتوي چې ټولټال ۲۰ ټنه الوچې د صادراتو لپاره چمتو شوې دي.

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې دا لومړی ځل دی چې د دې ولایت الوچې د هوا له لارې بهرنیو بازارونو ته لېږل کېږي، چې دا کار د محصولاتو د کیفیت ساتلو او چټک لېږد لپاره مهم بلل کېږي.

سرچینې وایي چې د دې صادراتو ارزښت له ۷۰ زرو امریکایي ډالرو څخه زیات دی او دا بهیر د یوه خصوصي شرکت له لوري ترسره کېږي.

وال‌سټریټ ژورنال:ټرمپ د ایران پر وړاندې د اوږدمهاله محاصرې د پلي کېدو امر کړی

0

د وال‌سټریټ ژورنال د امریکایي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ خپلو سلاکارانو ته لارښوونه کړې چې د ایران پر وړاندې د اوږدمهاله محاصرې لپاره چمتووالی ونیسي.

د راپور له مخې، ټرمپ په وروستیو غونډو کې پرېکړه کړې چې د ایران بندرونو ته د کښتیو د تګ راتګ د محدودولو له لارې پر دغه هېواد فشار زیات کړي، څو د ایران اقتصاد او د تېلو صادرات تر اغېز لاندې راولي.

په راپور کې ویل شوي چې ټرمپ باور لري نور انتخابونه، لکه د بمبارۍ بیا پیل یا له شخړې څخه شاتګ، د محاصرې په پرتله له لوړو خطرونو سره مل دي.

تر اوسه د امریکا رسمي سرچینو په دې اړه جزییات نه دي ورکړي، خو دا راپور په داسې حال کې خپرېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ اړیکې لا هم ترینګلې دي.

اسرائیل پوځ:د لبنان په سوېل کې مو د حزب الله له ۴۵۰ټنو چاودیدونکو توکو ډک تونلونه له منځه یوړل

0

د اسرائیلو پوځ وايي چې د لبنان په سوېل، قنطره سیمه کې یې د حزب‌الله یوه پراخه او پرمختللې تونلي شبکه کشف او ویجاړه کړې ده.

اسرائیلي پوځ په یوه بیان کې ویلي چې په دې عملیاتو کې له ۴۵۰ټنو چاودیدونکو توکو ډک، دوه لوی تونلونه له منځه وړل شوي، چې یو یې شاوخوا ۸۰۰ متره او بل یې نږدې ۱.۲ کیلومتره اوږد و.

د پوځ په وینا، دغه تونلونه یوازې د تګ راتګ لپاره نه وو، بلکې د استوګنې خونې، تشنابونه، د پخلنځي اسانتیاوې او د توغندیو د توغولو تجهیزات پکې ځای پر ځای شوي وو.

اسرائیل ادعا کړې، چې دا شبکه د «ایراني معیارونو» له مخې جوړه شوې او ایران په مستقیم ډول د هغې په طرحه او مالي ملاتړ کې ښکېل و.