د اسرائیلو پوځ وايي چې د لبنان په سوېل، قنطره سیمه کې یې د حزبالله یوه پراخه او پرمختللې تونلي شبکه کشف او ویجاړه کړې ده.
اسرائیلي پوځ په یوه بیان کې ویلي چې په دې عملیاتو کې له ۴۵۰ټنو چاودیدونکو توکو ډک، دوه لوی تونلونه له منځه وړل شوي، چې یو یې شاوخوا ۸۰۰ متره او بل یې نږدې ۱.۲ کیلومتره اوږد و.
د پوځ په وینا، دغه تونلونه یوازې د تګ راتګ لپاره نه وو، بلکې د استوګنې خونې، تشنابونه، د پخلنځي اسانتیاوې او د توغندیو د توغولو تجهیزات پکې ځای پر ځای شوي وو.
اسرائیل ادعا کړې، چې دا شبکه د «ایراني معیارونو» له مخې جوړه شوې او ایران په مستقیم ډول د هغې په طرحه او مالي ملاتړ کې ښکېل و.

