د کندهار سیمهییز چارواکي وایي چې د لومړي ځل لپاره له دغه ولایت څخه متحده عربي اماراتو ته د الوچو صادرات پیل شوي، چې دا چاره د کرنیزو محصولاتو لپاره یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
د معلوماتو له مخې، تر اوسه شاوخوا ۲ ټنه الوچې اماراتو ته لېږدول شوې او تمه ده چې په راتلونکو ورځو کې به نورې هم صادرې شي.
چارواکي زیاتوي چې ټولټال ۲۰ ټنه الوچې د صادراتو لپاره چمتو شوې دي.
د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې دا لومړی ځل دی چې د دې ولایت الوچې د هوا له لارې بهرنیو بازارونو ته لېږل کېږي، چې دا کار د محصولاتو د کیفیت ساتلو او چټک لېږد لپاره مهم بلل کېږي.
سرچینې وایي چې د دې صادراتو ارزښت له ۷۰ زرو امریکایي ډالرو څخه زیات دی او دا بهیر د یوه خصوصي شرکت له لوري ترسره کېږي.

