د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې هېواد د خپلواکۍ د اعلان د ۲۵۰مې کلیزې په مناسبت به ځانګړي او یادګاري پاسپورټونه خپاره کړي، چې په ډیزاین کې به د ولسمشر ډونالډ ټرمپ انځور او لاسلیک هم شامل وي.
د راپورونو له مخې، دا پاسپورټونه به محدود شمېر کې د واشنګټن د پاسپورټ ادارې له لارې امریکایي وګړو ته ورکړل شي او وېش به یې د روان کال په دوبي کې پیل شي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ټومي پیګټ ویلي چې دا نوښت د هېواد د تاریخي کلیزې د نمانځلو د پراخو پلانونو یوه برخه ده، چې په راتلونکې جولای میاشت کې به په ټول هېواد کې ځانګړي مراسم ترسره شي.
په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د پاسپورټ ډیزاین د امریکا د خپلواکۍ له اعلامیې او ملي بیرغ څخه الهام اخیستی او د ټرمپ انځور په کې ځای پر ځای شوی دی.
همداراز، په بله پاڼه کې د بنسټګرو مشرانو د لاسلیک صحنه هم انځور شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د ټرمپ ادارې په وروستیو کې هڅه کړې خپل نوم او نښې په بېلابېلو دولتي پروګرامونو او بنسټونو کې ځای پر ځای کړي.
سربېره پر دې، د راپورونو له مخې، په واشنګټن ښار کې د ځینو ودانیو بڼه هم بدلېږي، چې د سپینې ماڼۍ په ختیځه څانګه کې د لوی تالار د جوړولو او د یوه ستر یادګاري قوس د جوړېدو پلانونه هم پکې شامل دي.

