شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 833

امیرخان متقي؛کامیرون جمهوریت ته په رسمي سفر لاړ

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي کامیرون جمهوریت ته په رسمي سفر لاړ.

د یاد وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیاء لیکلي، چې نوموړی به د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو په پنځوسمه ناسته کې ګډون وکړي.

یاده ناسته د اګست په ۲۹مه او دېرشمه نېټه ترسره کېږي.

د ضیاء په خبره، نوموړی به په دغه ناسته کې د ګډون تر څنګ د کوربه هيواد او د اسلامي همکاریو سازمان د ځینو غړو هيوادونو د بهرنيو چارو له وزیرانو او استازو سره دوه اړخیزې ناستې هم ولري.

نبیل:ملا هبت‌الله خپلو چارواکو ته امر کړی، چې له ده بشپړ اطاعت وکړي

د تېر جمهوري حکومت د ملي امنیت رئیس رحمت الله نبیل ویلي، د طالبانو حکومت مشر ملا هبت‌الله اخندزاده په کندهار کې له والیانو سره په ناستې کې ویلي، چې ملا یعقوب، سراج الدین حقاني او عبدالحق وثیق ته یې ویلي چې له ده سم اطاعت وکړي.

نبیل زیاته کړې، د طالبانو حکومت مشر ویلي، که پوه شي، چې په دوی کې چا له کفارو سره اړیکې جوړې کړې، ژمنې یې ورکړې؛ نو د دوی هیلې او کفار به له خاور سره یو شان کړي.

ښاغلی نبیل داسې مهال دا څرګندونې کوي، چې څو ورځې وړاندې ملا هبت‌الله له ټولو والیانو سره کندهار کې کتلي وو.

جابر نعماني طالب مشرانو ته:د «مجاهدینو» تنخواوې د کورونو په کرایي مصرفیږي، مجبوریتونه یې درک کړئ.

د طالبانو حکومت د استخباراتو غړی جابر نعماني وایي، چې طالب چارواکي باید د ټیټو طالبانو مجبوریتونه درک کړي.

هغه ویلي، د دوی ټوله تنخوا په کرایو مصرفیږي، ژوند یې په پورونو روان دی؛ خو بیا هم هیڅ شکایت نه کوي.

جابر نعماني دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ډېری طالب سرتېرو ته پر وخت تنخوا نه رسېږي.

د طالبانو حکومت؛پر ازادو ورزشي سیالیو هم بندیز ولګاوه

د طالبانو حکومت په افغانستان کې فري فایټ یا ازادې سیالۍ منع اعلان کړې.

د طالبانو حکومت د بدني روزنې امر احمدالله وثیق ویلي چې دا کار یې د امربالمعروف وزارت او د دوی د مشر په حکم کړی دی.

د طالبانو حکومت د امربالمعروف وزارت ویلي چې دا سیالۍ د مرګ له خطره خالي نه دي؛ نو ځکه یې منع کړي دي.

یاد وزارت ویلي، په دغو سیالیو کې سترګې، بدن او ان مغز ضربه ویني.

د یادونې ده چې د طالبانو د حکومت امربالمعروف وزارت شاوخوا څلور میاشتې او لس ورځې وړاندې خپل مشر ملا هبت‌الله اخندزاده ته استولي مکتوب کې غوښتنه کړې وه چې د کار شروع یا پرانیستې محفلونو پر مهال د پټیو پرې کول، د مناسبتي ورځو لکه؛ “د مور، ښوونکو او عاشقانو ورځو” دغه راز په ټولو دولتي ادارو کې پر قالینو له بوټانو سره ګرځېدل او د آزادو مبارزو په سیالیو دې بندیز ولګول شي.

مقاومت په نوم جبهې؛هرات کې د درې طالب سرتېرو د وژلو ادعا کړې

د ملي مقاومت په نوم جبهې ادعا کړې چې هرات کې یې درې طالب سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې.

دوی وایي، یاد برید یې د هرات ښار کې کړی چې له کبله یې دوه طالب سرتېري وژل شوي او یو بل ټپي دی.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، وژل شوي کسان د الفاروق قول اردو اړوند وو.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

کابل کې؛ د یک ټلویزون کارکوونکو کاري اعتصاب کړی

کابل کې د یک ټلویزون د خبر او سیاسي برخې کارکوونکو ادعا لري چې د ټلویزون د مشر له لوري ورته هیڅ پام نه کېږي.

دوی وایي، ټلویزون یې سلګونه زره ډالرو پروژې لري؛ خو د کارمندانو معاشونه نه ورکوي.

د یاد ټلویزون کارکوونکي وایي چې د دوی مشر په قصدي ډول دوی ته پام نه کوي.

یاد کارکوونکي وایي، نهه ورځې یې اعتصاب وکړ؛ خو بیا هم د ټلویزون د مشر فهیم هاشمي له لوري ورته پاملرنه ونشوه.

د ټلویزون کارکوونکي زیاتوي چې اعتراض به یې دوا ولري.

بل لورته د دغه ټلویزون مشر په دې اړه څه نه دي ویلي.

د طالبانو حکومت دفاع وزارت:امریکا د افغانانو د شتمنیو د ډالۍ کولو حق نه لري

په ازبکستان کې د امریکا سفیر د وروستیو څرګندونو په تړاو د طالبانو حکومت ویلي، چې په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.

د طالبانو حکومت د ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د امریکا د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.

یاد وزارت له ازبکستان څخه غوښتي، چې په دې برخه کې له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي او د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره عاقلانه تصمیم ونیسي.

یاد وزارت له ازبکستان غوښتنه کړې، چې د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې امریکا او ازبکستان موافقه کړې، چې د افغان پېلوټانو له خوا ازبکستان ته وړل شوې پوځي ۴۶ چورلکې او الوتکې په موقتي توګه ازبکستان ته وسپاري.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر ویلي، د افغان پوځ ۴۶ الوتکې به د ازبکستان تر څارنې لاندې پاتې شي.

په ازبکستان کې د امریکا سفیر جوناتن هینیک ازبک کوون نیوز ورځپاڼې ته ویلي، چې امریکا او ازبکستان د افغان پوځ اړوند د هغو جنګي الوتکو او پوځي چورلکو د وضعیت په اړه موافقې ته رسېدلي، چې د افغان پېلوټانو له خوا په ۲۰۲۱ کال کې ازبکستان ته وړل شوې وې.

متقي:د ټاپي پروژه په سیمه کې بې مثاله پروژه ده

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي وایي، د ټاپي پروژه په سیمه کې د افغانستان د اقتصادمحوره سیاست او اقتصادي اتصال ترټولو بارز او کامیابه مثال کېدلای شي.

هغه د یو کلنو لاسته راوړنو تشریح پروګرام کې ویلي، د ټاپي نل لیکه له بشپړېدو سره د دې ظرفیت لري چې په کلني ډول ۳۳ میلیارد متر مکعب ګاز ولېږدوي، چې له دې څخه به ۵ میلیارد متر مکعب افغانستان کې او پاتې ۱۴ – ۱۴ میلیارده متر مکعب به پاکستان او هندوستان کې مصرفېږي.

د هغه په خبره، د ټاپي نل لیکې باندې ټول لګښت ۱۰ میلیارده ډالر اټکل شوی، چې هر کال به شاوخوا ۴۵۰ میلونه امریکايي ډالره افغانستان د ټرانزیټ فیس په توګه ترلاسه کوي.

د یادونې ده چې د ټاپي پروژې چارې د جمهوریت وخت کې پیل؛ خو وروسته وځنډېدې.

صبغت الله مولوي‌زاده:د نجونو د زده کړو په برخه کې ندا محمد ندیم ته د مناظرې چلنج ورکوم

د هرات دیني او روحاني شخصیت صبغت الله مولوي‌زاده د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو د وزیر وروستۍ څرګندونې بې ځایه وبللې.

هغه د نجونو د زده کړو په اړه ندا محمد ندیم ته د مناظرې چلنج ورکړی.

نوموړي ویلي، د نجونو زده کړې په اسلام کې روا دي او ټول علما ورباندې یوه خوله دي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ویلي وو چې د نجونو زده کړو روا والي په اړه که څوک دلیل لري؛ نو دوی ته دې وړاندې کړي.

تحصیلي برخه کې؛د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر له ترکیې مرسته غوښتې

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزیر ندا محمد ندیم د ترکیې د حج او اوقافو وزارت د مرستیال دوکتور سلیم ارګون سره کتلي.

د طالبانو حکومت د لوړو زده کړو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول د لوړو زده کړو په برخه کې د ترکیې د همکاریو له قدرداني مننه شوې او سرپرست وزیر ندا محمد ندیم ترې غوښتي، چې افغان ځوانانو ته د لا زیاتو تحصلي بورسونو زمینه برابره کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ارګون په دې لیدنه کې د همکاریو ډاډ څرګند کړی.