شنبه, اپریل 4, 2026
Home Blog Page 832

د برېښنا د بیو د لوړوالي له کبله؛پاکستان کې سوداګرو او هټۍوالو لاریون کړی

0

پاکستان کې د برېښنا د بیو د زیاتېدو او پر دوکانونو د نویو مالیاتو د وضع کېدو له امله سوداګرو او دکاندارانو لاریون کړی.

ویل کېږي چې په ټول پاکستان کې نن عامه بازارونه بند دي او یوازې درملتونونه او د لومړنیو خوراکي موادو د پلور دکانونه پرانېستي.

دوی وایي، د پاکستان حکومت په بې ساري ډول د برېښنا بیې لوړې کړې دی.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې پاکستان له نړۍوال بانک او سعودي عربستان څخه هم د پور غوښتنه کړې وه.

د افغانستان؛کرکټ ملي لوبډله نن هند ته ولاړه

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د ‏نیوزیلېنډ پر وړاندې د یوازینۍ ټېسټ لوبې لپاره په تمریناتي کمپ کې د ګډون ‏په موخه هند ته ولاړ.

د افغانستان له کرکټ بورډ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ‏سفر کې د ملي لوبډلې ۲۰ لوبغاړي شامل دي.‏

که څه هم په دغه نوملړ کې د یما عرب، ریاض حسن او شمس الرحمن په ګډون یو شمېر ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شوی؛ خو بیا هم د افسر ځاځي په شمول په ځینو لوبغاړو نیوکې موجودې دي.

د یادونې ده چې دا سیالۍ د راتلونکې سېپټمبر میاشت پر ۹مه په ګرېټر نویډا لوبغالي کې پیل او په ۱۳مه نېټه به پای ته ورسېږي.

ایرانۍ رسنۍ؛امریکا د ایران د تېلو پیسې پاکستان کې کنګل کړې

0

ایرانۍ رسنۍ وایي، د تهران د تېلو او برېښنا د پلور پیسې د امریکا له خوا په پاکستان کنګل شوې دي.

د ایران عرش خبري اژانس د زاهدان سوداګرۍ خونې د پلاوي غړي، امان‌الله کهرازهي له خولې لیکلي چې پر پاکستان د امریکا د زیات نفوذ له کبله د تهران او اسلام اباد سوداګریزې اړیکې زیانمنې شوې دي.

هغه ویلي، امریکا د پاکستان د پوځ لګښتونه ورکوي او اسلام اباد د واشنګټن له تاثیر ځان نشي خلاصولی.

بل لورته پاکستان تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

اروپايي هیوادونه؛افغان سفارتونه یا وتړئ یا یې ښایي طالبانو ته وسپارو

په اروپايي هیوادونو کې د افغانستان سفارتونو یو شمیر سرچینو منلې، چې ځینو اروپایي هېوادونو له دوی د سفارت د تړلو او یا هم د طالبانو حکومت ته د سپارولو غوښتنه کړې.

تر دې وړاندې د طالبانو حکومت له ټولو هېوادونو غوښتي وو چې د دوی سفیران ومني او د جمهوریت د سفیرانو کاري موده یې پای ته رسولې وه.

تر دې مهاله متحده عربي امارات، چین او پاکستان د طالب سفیرانو باور لیکونه منلي دي.

فطرت:داعش ډله په بشپړ ډول له منځه وړل شوې

د طالبانو حکومت د دفاع وزارت لوی درستیز فصیح الدین فطرت ویلي، داعش ډله افغانستان کې هیڅ حضور نه لري.

هغه ویلي، دا ډله یې سخته ځپلې او په تمامه معنی له منځه وړل شوې ده.

نوموړی دا څرګندونې داسې مهال کوي چې ډېری هېوادونه په افغانستان کې د داعش په اړه اندېښمن دي.

تر دې وړاندې بیا د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې ښایي یو یا دوه سلنه داعش افغانستان کې شتون ولري.

هیروف عملیات؛د ۱۳۰ پاکستاني پوځیانو په وژلو پای ته ورسېدل

0

د بلوڅ ازادي غوښتونکو له لوري د هیروف عملیات د ۱۳۰ پاکستاني پوځیانو په وژلو سره پای ته رسېدلي دي.

د بلوچستان رسنیو خبر ورکړی چې په دغو عملیاتو کې د مجېد برېګېډ ډلې ۹ کسانو ځانمرګي بریدونه هم کړي وو.

دا عملیات چې شل ساعته یې دوام وکړ، په تېرو څو کالو کې بې ساري عملیات بلل کېدل.

دا عملیات د پاکستاني پوځیانو په نظامي قرارګاوو ترسره شوي وو.

شهباز شریف:ټي ټي پي پر مونږ له افغانستان څخه خپل بریدونه ترتیبوي

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف یو وار بیا تور پورې کړی چې ټي ټي پي پر دوی خپل بریدونه د افغانستان په خاوره کې پلانوي.

هغه دا څرګندونې تېره ورځ د خپلې کابینې غونډې ته کړې دي.

شریف ویلي، تروریستان هیڅ ځای خوندي نه دي او د دوی د له منځه وړلو لپاره به پوځ ته ټول امکانات په واک کې ورکوي.

د یادونې ده چې د پاکستان حکومت تر دې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې؛ خو د طالبانو حکومت تل رد کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې وروستیو کې په خیبرپښتونخوا او بلوچستان کې بریدونه زیات شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان:د طالبانو وروستی قانون باید ژر تر ژره لغوه شي

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ویانده روینا شمداساني ویلي چې د امربالمعروف وروستی قانون باید ژر تر ژره لغوه شي.

هغې په دې یوه خبرپاڼه خپره کړې چې د ملګروملتونو د بشري حقونو د لوی کمېشنر وولکر تورک اندېښنې هم پکې راغلې دي.

د ساني په خبره، په‌دې قانون کې داسې محدودیتونه وضع شوي چې د ښځو او رسنیو لومړني حقونه تر پښو لاندې کوي.

د طالبانو حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې هم دغه قانون ته ګڼ غبرګونونه ښوودل شوي.

مک ماسټر:له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د راوتلو بهیر کې د ګډوډۍ مسؤل ټرمپ دی

په داسې حال کې چې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ، ولسمشر بایډن له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د دغې پروسې د ګډوډۍ مسؤل بولي؛ خو تازه د امریکا د ملي امنیت پخواني سلاکار مک ماستر ټرمپ د دغې ګډوډۍ مسؤل بللی.

ماسټر ویلي، که څه هم ټرمپ له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د وتلو نېټه د ۲۰۲۱ کال می میاشت ټاکلې وه؛ خو بایډن دغه نېټه اګست ته ورسوله.

د یادونې ده چې تېره ورځ ډونالډ ټرمپ ویلي، چې کاملا هرېس او جوبایډن د متحده ایالاتو اعتبار له منځه وړی دی.

ټرمپ زیاته کړې چې له افغانستان یې د وتو پرېکړه حتمي وه، خو په خبره یې په قدرت او په باعزته توګه وتل یې غوښتل.

کاملا هرېس؛له سي ان ان سره مرکې ته حاضره شوې

0

ټاکل شوې چې د بایډن مرستیاله او راتلونکو ټاکنو ته نومانده کاملا هرېس او د هغې انتخاباتي ملګری ټیم والز به سبا له سي ان ان سره مرکه وکړي.

دا مرکه جورجیا ایالت ته د تللو پر مهال ثبتیږي.

کاملا هرېس تر اوسه کومې خبري غونډې ته هم خبرې نه‌دي کړې او دا لومړی ځل دی چې نوموړې به له یوې رسنۍ سره مرکه کوي.