جمعه, اپریل 3, 2026
Home Blog Page 825

چین:نړیوالو غونډو کې د طالبانو له حکومت څخه ملاتړ ته دوام ورکوو

کابل کې د چین سفیر مرستیال د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد یې په نړیوالو غونډو کې د طالبانو له حکومت ملاتړ ته دوام ورکوي.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د دوو اړخیزو اړیکو پر پراختیا، سیاسي او اقتصادي مسایلو هم خبرې کړې دي.

د چین مرستیال سفیر باو جوهي ویلي چې د خپل هېواد سوداګر به په افغانستان کې پانګونې ته وهڅوي.

فرید حمیدي؛د طالبانو له لوري د ځانمرګی برید غندل د تاریخ تریخ طنز دی

د جمهوري حکومت لوی څارنوال فريد حميدي ویلي چې د طالبانو لخوا د ځانمرګو بريدونو غندل «د تاريخ تريخ طنز» دی

هغه ویلي، د جمهوریت وخت کې څارنوالان د طالبانو اصلي اهداف و او پر دوی به یې ګڼ بریدونه کول.

نوموړي د وژل شویو څارنوالانو پر مړینه خواشیني ښودلې؛ خو زیاته کړې یې ده چې قاتلین نن د مظلومو په نقش کې ځان څرګندوي.

د یادونې ده چې د تېرې ورځې په برید کې یوازې ۱‍۳ څارنوالان ووژل شول، چې ټول یې د پخواني حکومت کارکوونکي وو.

د طالبانو حکومت؛د تېرې ورځې ځانمرګي برید تلفات له خلکو پټ کړي

په داسې حال کې چې د طالبانو حکومت د تېرې ورځې د ځانمرګي برید له کبله د رامنځته شوې مرګ ژوبلې په اړه کره شمېره کمه وايي؛ خو باوري سرچینې وايي چې په دغه برید کې تر دېرشو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې یوازې د څارنوالۍ ۱۶ کارکوونکي وژل شوي چې ټول یې د پخواني حکومت کار کوونکي وو.

د طالبانو حکومت د دوی مړینه هم پټه کړې ده.

بل لورته په برید کې یو شمېر عام خلک هم وژل شوي؛ خو د طالبانو حکومت امنیه قومنداني بیا یوازې د یوې مېرمنې په شمول د شپږ تنو وژل کېدل تائیدوي.

ټلګراف: طالبانو د دوی له فرمانونو د سرغړونکو ښځو د پیداکولو لپاره یو شمېر ښځې په جاسوسۍ ګمارلي

ټلګراف ورځپاڼې راپور ورکړی چې طالبانو یو شمېر مېرمنې ګمارلي، ترڅو ورته هغه مېرمنې په نښه کړي چې د امربالمعروف له قانون سرغړونه کوي.

راپور کې راغلي، دوی ډېری مېرمنې د پیسو په بدل کې په دغې جاسوسۍ ګمارلي.

د معلوماتو له مخې، ځینې مېرمنې یې په همدې موخه له بنده هم ازادې کړې چې په انسټاګرام او نورو ټولنیزو رسنیو کې هم هغه نجونې ورته په ګوته کړي، چې د دوی له فرمانونو شرغړونه کوي.

اروپایي کمېسیون:منګولیا دې د روسیې ولسمشر ونیسي

0

اروپایي کمېسیون له منګولیا غوښتي چې د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ونیسي.

یاد کمېسیون ویلي، د روسیې ولسمشر دغه هېواد ته سفر کوي او اړتیا ده چې منګولیا له نړیوالې محکمې سره پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

تر دې وړاندې د جرمنو نړیوالې محکمې پوتین مجرم بللی و.

د پاکستان د څېړنې او امنیت مطالعې مرکز؛ تېره اګست میاشت د پاکستان لپاره په تېرو شپږو کالونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت وه

0

د پاکستان د څېړنې او امنیت مطالعې مرکز تېره اګست میاشت د پاکستان لپاره په تېرو شپږو کالونو کې تر ټولو خونړۍ میاشت بللې وه.

یادې ادارې په خپل راپور کې ویلي چې تېره اګست میاشت بلوچستان کې تر ټولو زیاتې امنیتي پېښې شوې دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، تېره میاشت په ټول پاکستان کې ۲۵۴ کستان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې وړمه ورځ ټي‌ټي‌پي په خپل راپور کې ویلي وو چې تېره اګست میاشت کې یې ۴۴۷ پاکستاني پوځیانو او امنیتي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

سرچینې:کابل کې نننی برید ځانمرګي بریدګر کړی، چې اووه تنه پکې وژل شوي

باوري سرچینې وایي، دارالامان کې د لویې څارنوالۍ مخې ته نننی برید د ځانمرګي بریدګر له لوري ترسره شوی.

عیني شاهدان وايي، پېښه کې د اوو تنو جسدونه لیدل شوي.

ویل کېږي د برید هدف د یو طالب چارواکي موټر وو.

تر اوسه د یاد برید په اړه وروستي جزیات نه دي ورکړل شوي.

منیژه تلاش:افغانې مېرمنې په قفس کې ژوند کوي

افغان لوبغاړې منیژه تلاش وایي، چې د افغان مېرمنو له حقونو به ملاتړ ته دوام ورکړي.

هغې ویلي، اوس مهال افغانې ښځې په قفس کې ژوند کوي.

د تلاش په خبره، دا د دوی مسؤلیت دی چې په دې برخه کې مبارزه وکړي.

د یادونې ده چې منیژه تلاش په المپیک سیالیو کې د افغان نجونو او ښځو د حقونو د ملاتړ له کبله له سیالیو اېستل شوې وه.

ریچارډ بنټ؛افغانستان کې د بشري حقونو د څېړلو په موخه د سیمې هېوادونو ته په سفر وتلی

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی ریپورټر ریچارډ بنټ د سیمې هېوادونو په سفر وتلی.

ریچارډ بنټ پرخپله ایکس‌پاڼه لیکلي چې د ترکیې له چارواکو سره یې لیدلي او اوس مهال په قطر کې دی.

هغه د دغه سفر موخه په افغانستان کې د بشري حقونو څېړل ښودلي دي.

دا سفر داسې مهال ترسره کېږي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکي کې ملګري ملتونو امنیت شورا د افغانستان په اړه ناسته وکړي.

د یادونې ده چې د طالبانو حکومت افغانستان ته د بنټ پر سفر بندیز هم لګولی دی.

المرصاد د پاکستان حکومت ته:ټي‌ټي‌پي په دېره اسماعیل خان کې ولټوئ

د طالبانو حکومت اړوند المرصاد پاکستاني چارواکو ته ویلي چې ټي‌ټي‌پي ډله باید په دېره اسماعیل خان کې ولټول شي.

یاد ویب‌پاڼې لیکلي، پاکستان ملامتي په افغانستان اچوي، خو دې ته به څه ځواب ولري چې په رڼا ورځ یې افسران له کوڅو تښتول کېږي.

ویب‌پاڼې لیکلي، دغه افسران په دېره اسماعیل خان کې د قومي سپینږیرو له منځګړیتوب وروسته راخلاص شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت تل تور پوري کوې چې ټي‌ټي‌پي ډله په افغانستان کې ده.