شنبه, جولای 11, 2026
Homeافغانستانیوولسم د جولای د لوی افغانستان د ارمانجن ګیله‌من وزیر تلین؛

یوولسم د جولای د لوی افغانستان د ارمانجن ګیله‌من وزیر تلین؛

ـــ دار وي که زندان وي که شرنګار د زولنو
زه به د وطن د ابادۍ سندرې وایمه

د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM) مخکښ غړی، او د شمالي وزیرستان د رزمک اوسېدونکی، شاعر او فعال ګیله‌من وزیر، چې اصلي نوم یې حضرت نعیم و، د پښتنو د حقونو، عدالت، سولې او ملي یووالي لپاره د خپل شعر او مبارزې له لارې پراخ شهرت ترلاسه کړی و. چې بالاخره پر همدې سنګینه مبارزه په بې رحمۍ سره شهید شو.

ګیله‌من وزیر د ۲۰۲۴ کال د جولای په اوومه د پاکستان په پلازمېنه اسلام‌اباد کې د نامعلومو کسانو له برید سره مخ شو او سخت ټپي شو. نوموړی څو ورځې د روغتون د بېړنۍ پاملرنې په څانګه کې تر درملنې لاندې و، خو د جولای د ۱۱مې تر نیمې شپې وروسته یې د ټپونو له امله ساه ورکړه. د هغه جنازه د جولای په ۱۲مه په شمالي وزیرستان کې خاورو ته وسپارل شوه.

د ګیله‌من وزیر پر مړینه په افغانستان، پاکستان او د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې پراخ غبرګونونه وښودل شول. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین د هغه مړینه تایید کړه او ویې ویل چې د هغه د ژغورلو ټولې هڅې ناکامې شوې. هغه دا هم ویلي وو چې که د برید عاملان ونه نیول شي، نو دا به  پر پاکستاني ریاست د جبر او ځور د خلکو شکونه نور هم زیات کړي.

ګیله‌من وزیر یوازې شاعر نه و؛ هغه د پښتنو د حقونو یو پیاوړی مدافع هم و. په خپلو شعرونو کې یې د جګړو، بې‌عدالتۍ، بې‌ځایه کېدو، ورورولۍ او د پښتنو د یووالي خبرې کولې. د هغه شعرونه په ځانګړي ډول د ځوان نسل ترمنځ ډېر مشهور وو او ډېری وخت به یې د ولسي غونډو او لاریونونو برخه جوړوله.

ګیله من وزیر د پاکستان پر امنیتي او سیاسي تګلارو سختې نیوکې کولې او په دې باور و چې پښتانه باید د خپلو مدني او بشري حقونو لپاره په سوله‌ییز ډول مبارزه وکړي.
د راپورونو له مخې، نوموړی له مرګ وړاندې هم د پاکستاني امنیتي ځواکونو له لوري نیول شوی و، څو میاشتې یې بند تېر کړی و او د هغه د کورنۍ او ملګرو په وینا، په بند کې د پاکستاني ریاست لخوا سخت شکنجه شوی هم و.

ګیله‌من وزیر د افغان ملي هویت او د پښتنو د تاریخي یووالي پلوی و. هغه په خپلو شعرونو او ویناوو کې د ډیورنډ کرښه د پښتنو ترمنځ د وېش کرښه، او پر سینه تیر شوی اغزن تار باله، او د لوی افغانستان له نظریې سره یې خواخوږي څرګندوله.

د ګیله‌من وزیر ادبي او سیاسي ژوند یو له بل سره تړلی و. هغه شعر یوازې د احساساتو د څرګندولو وسیله نه ګڼله، بلکې د مبارزې، ویښتیا او د ولس د دردونو د بیان ژبه یې بلله. د هغه په شعرونو کې د جګړو له امله د پښتنو بې‌ځایه کېدل، جبري ورکېدنې، هدفي وژنې، د بیان ازادي او د ملي یووالي موضوعات په پراخه کچه انځور شوي دي. د همدې دریځ له امله یې شعرونه په ټولنیزو رسنیو، ولسي غونډو او د پښتون ژغورنې غورځنګ په لاریونونو کې په پراخه کچه لوستل کېدل او د ځوان نسل ترمنځ یې ځانګړی ځای خپل کړی و.

ګیله‌من وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي شورا له فعالو غړو څخه و او د غورځنګ په سیاسي او ولسي فعالیتونو کې یې دوامداره ګډون درلود.

د هغه پلویانو هغه د یوه بې‌باکه او نه ستړي کېدونکي فعال په توګه یاداوه، ځکه د خپلو نظریاتو د څرګندولو له امله څو ځله له امنیتي فشارونو، نیولو او بند سره مخ شوی و. د هغه نږدې ملګرو ویلي چې ګیله‌من وزیر باور درلود چې د پښتنو ستونزې باید د تاوتریخوالي پر ځای د سیاسي مبارزې، مدني مقاومت، شعر او قلم له لارې نړۍ ته ورسول شي، څو د سیمې او نړۍ پام د پښتنو روان وضعیت ته واوړي.

د ګیله‌من وزیر له مړینې وروسته د هغه جنازه د شمالي وزیرستان په وروستیو کلونو کې له تر ټولو لویو ولسي جنازو څخه وشمېرل شوه. زرګونو کسانو، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو، شاعرانو، لیکوالانو، قومي مشرانو او مدني فعالانو پکې ګډون وکړ. د هغه د مړینې کلیزه هر کال د ګڼو پښتنو له لوري د هغه د شعرونو، مبارزې او فکر د یادولو په مراسمو نمانځل کېږي، او ګڼ شمېر پلویان یې هغه د معاصر پښتون ولسي غورځنګ له اغېزناکو شاعرانو او مبارزینو څخه ګڼي، چې د خپل فکر او قلم له لارې یې د پښتنو د حقونو، عدالت او ملي یووالي لپاره مبارزه کوله.

ګیله‌من وزیر دوه ودونه کړي وو او پنځه اولادونه یې تر شا پرېښودل؛ درې لوڼې او دوه زامن.
نن، د هغه له مړینې وروسته هم، د ګیله‌من وزیر شعرونه، دریځونه او د حق غوښتنې غږ د ګڼو پښتنو لپاره د الهام سرچینه ګڼل کېږي. هغه که څه هم له دې نړۍ سترګې پټې کړې، خو د شعر، مبارزې او ملي احساس هغه پیغام چې پرې یې ژوند تېر کړ، لا هم د زرګونو خلکو په زړونو کې ژوندی دی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here