شنبه, جولای 11, 2026
Homeکورپاڼهراپورونه:امریکا ایران ته د هرمز تنګي د امنیت په اړه تر نن...

راپورونه:امریکا ایران ته د هرمز تنګي د امنیت په اړه تر نن شنبې مهلت ورکړی

اکسیوس او رویټرز راپور ورکړی چې امریکا ایران ته تر شنبې ورځې پورې مهلت ورکړی څو په رسمي ډول اعلان وکړي چې په هرمز تنګي کې به پر سوداګریزو بېړیو بریدونه نه کېږي او د دغې نړیوالې اوبلارې د خوندي او ازاد تګ راتګ ډاډ ورکړي.

د راپورونو له مخې، دغه پیغام تهران ته هم په مستقیم ډول او هم د سیمه‌ییزو منځګړو له لارې رسول شوی دی.

امریکایي چارواکي وايي، واشنګټن غواړي ایران په ښکاره ډول ژمنه وکړي چې هرمز تنګی به د ټولو بېړیو پر مخ پرانیستی وي او پر سوداګریزو کښتیو به نور بریدونه نه کېږي.

راپور زیاتوي، امریکا همداراز غواړي ایران د هرې احتمالي هوکړې په چوکاټ کې د خپلو غني شوو اټومي موادو د سپارلو په اړه هم موافقه وکړي.

یوه امریکایي چارواکي خبرداری ورکړی چې که تهران د واشنګټن غوښتنې ونه مني، امریکا به له نورو پوځي، ډیپلوماټیکو او اقتصادي انتخابونو کار واخلي.

تر اوسه ایراني چارواکو د دغو راپورونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

اړونده مطالب

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here