جمعه, اپریل 10, 2026
Home Blog Page 83

ذبیح‌الله مجاهد:د پاکستان د بریدونو ځواب به پوځي وي، نه د هغوی پڅیر ملکي

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي، که د پاکستان له لوري د افغانستان پر خاوره پوځي بریدونه تکرار شي؛ نو د «اسلامي امارت» غبرګون به د پاکستان پر نظامي اهدافو متمرکز وي.

مجاهد د اریانا نیوز سره په یوه مرکه کې ویلي چې وروستیو بریدونو کې ملکي وګړي زیانمن شوي، او دا ډول کړنې د منلو وړ نه دي.

د هغه په وینا، «اسلامي امارت» هڅه کوي چې د جګړې پر مهال ملکي وګړو ته زیان ونه رسېږي او یوازې پوځي هدفونه په نښه کړي.

هغه زیاته کړې چې پخوا هم د دواړو لورو ترمنځ د تاوتریخوالي پر مهال د «اسلامي امارت» ځواکونو د پاکستاني ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي او درانه تلفات یې ور اړولي دي.

د نوموړي په وینا، یو شمېر پاکستاني سرتېري نیول شوي وو چې وروسته بېرته خوشې کړل شول.

مجاهد خبرداری ورکړی چې که د پاکستان له لوري فشارونه دوام ومومي؛ نو افغانان به بیا هم خپل غبرګون وښيي.

نوموړي دغه راز ادعا کړې چې د پاکستان د پوځ ځینې کړۍ د سرحدي بریدونو تر شا ولاړې دي او هڅه کوي د خپلو داخلي امنیتي ستونزو پړه پر افغانستان واچوي.

شاه محمود میاخیل:د واکمن نظام سیاستونو افغانستان نړیوالې انزوا ته ټېل وهلی

د پخواني جمهوري نظام د دفاع سرپرست وزیر شاه محمود میاخیل د افغانستان پر خاورې د پاکستان وروستي هوايي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او دا یې د نه منلو وړ عمل بللی.

نوموړي ویلي، د پاکستان وروستی هوايي برید د سختې او بې‌قید و شرطه غندنې وړ دی او ټینګار یې کړی چې افغانان له لسیزو راهیسې د ترهګرۍ قربانیان پاتې شوي، نه دا چې د هغې ملاتړي وي.

د هغه په وینا، سره له دې افغانان په ناحقه تورن شوي او افغانستان د نړیوالو په کچه منزوي شوی، چې د هېواد د اغېزمن سیاسي او ډیپلوماتیک حضور مخه یې نیولې ده.

میاخیل زیاته کړې، چې د افغانستان اوسنۍ سیاسي انزوا تر ډېره د واکمنو د پالیسیو پایله ده، چې هېواد یې په نړیواله کچه سیاسي او ډیپلوماتیک ډول منزوي کړی دی.

هغه پاکستان تورن کړ چې د کلونو لپاره یې دوه مخې سیاست پر مخ وړی، له یوې خوا یې په سیمه کې د توندلارو او وسله‌والو ډلو ملاتړ کړی او له بلې خوا یې ځان د ترهګرۍ ضد شریک په توګه معرفي کړی دی.

د نوموړي په وینا، نړیواله ټولنه د پاکستان له دې دوه مخې سیاست څخه ښه خبره ده او اوس اسلام‌اباد د همدې تګلارو پایلې ویني.

شاه محمود میاخیل ټینګار وکړ چې د افغانستان ولس باید د ناکامو سیمه‌ییزو ستراتیژیو، افراطي اجنډاوو او روان سیاسي انزوا بیه ورنه کړي.

میاخیل ویلي:«نور بس دی، افغان ولس نور د نورو د ناکامو سیاستونو قرباني کېدل نه شي زغملی.»

د افغان ملت ګوند مشر:د پاکستان بریدونه دې بې حسابه نه پاتې کېږي

د افغان ملت ګوند مشر ستانه ګل شیرزاد د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي بریدونه په کلکو ټکو غندلي او ویلي چې دغه بریدونه د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې سبب شوي دي.

نوموړي په خپره شوې اعلامیه کې پاکستان د افغانستان ازلي دښمن بللی او تور یې پورې کړی چې د دغه هېواد سیاستونه او کړنې د اسراییلو له ظالمانه کړنو سره ورته والی لري.

هغه زیاته کړې چې په دې وروستیو کې پاکستاني چارواکو په ښکاره له اسراییلو سره خپل نږدېوالی څرګند کړی، چې د ده په وینا دا چاره د قضاوت لپاره روښانه ثبوت ګڼل کېږي.

د اعلامیې له مخې، د روژې په مبارکه میاشت کې د یوه مسلمان ګاونډي هېواد پر حریم تېری او د بې‌ګناه ملکیانو وژل د اسلامیت او انسانیت خلاف عمل بلل شوی او ټینګار شوی چې افغان ولس به دا ډول کړنې هېڅکله هېرې نه کړي.

ستانه ګل شیرزاد همداراز د طالبانو پر حکومت نیوکه کړې او ویلي یې دي چې د دا ډول بریدونو د مخنیوي لپاره باید د مسؤلیت احساس او عملي ګامونه واخیستل شي، نه دا چې پېښه د پاکستان د «یوې ځانګړې کړۍ» کار وبلل شي.

په اعلامیه کې له افغانانو او نړیوالې ټولنې غوښتنه شوې چې د عدالت، نړیوال قانون او بشري کرامت د دفاع لپاره خپل مسؤلیت ادا کړي او پرې نه ږدي چې د ملکي وګړو وینه بې حسابه پاتې شي.

د اعلامیې په پای کې راغلي چې افغانستان باید د جیوپولیټیکي سیالیو ډګر نه، بلکې د قانون، حاکمیت او متقابل درناوي پر بنسټ یو خپلواک او امن هېواد وي.

ډیوه پتنګ:پر پکتیکا او ننګرهار د پاکستان د هوايي بریدونو حساب باید واخیستل شي

د افغان ښځو د حقونو فعاله ډیوه پتنګ وایي، پاکستان یو ځل بیا د روژې په مبارکه میاشت کې د پکتیکا او ننګرهار ولایتونو پر ملکي وګړو هوايي بریدونه کړي دي.

پتنګ دغه بریدونه له وحشت او ظلم ډک بللي او ویلي یې دي چې قربانیان یې ملکي وګړي، ښځې او ماشومان دي.

نوموړې دا عمل په سختو ټکو غندلی او ټینګار یې کړی چې دا ډول بریدونه هېڅکله د بښلو نه دي.

هغې همداراز ویلي چې د دغو بریدونو حساب باید واخیستل شي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت:پر افغانستان د تېرې شپې د بریدونو له امله، کابل کې د پاکستان سفیر احضار شو

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت په کابل کې د پاکستان سفیر احضار کړی او د افغانستان پر ننګرهار او پکتیکا ولایتونو د پاکستاني پوځ د وروستیو هوايي بریدونو په تړاو یې ورته رسمي احتجاج‌لیک سپارلی دی.

د یاد وزارت ویاند حافظ ضیاء احمد تکل ویلي، چې یاد بریدونه، چې له امله یې لسګونه ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې، د افغانستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا ښکاره نقض بلل شوی او په کلکو ټکو غندل شوي دي.

نوموړي ویلي، په لیدنه کې پاکستاني لوري ته ویل شوي چې د افغانستان د هوايي حریم نقض او پر ملکي سیمو بریدونه پاروونکي اقدامات دي او د ورته پېښو د تکرار په صورت کې به د احتمالي پایلو مسئولیت د مقابل لوري پر غاړه وي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی چې د هېواد د هوايي حریم ساتنه د «اسلامي امارت» مسئولیت دی او له پاکستانه یې غوښتي چې د ورته بریدونو له تکرار څخه ډډه وکړي.

عاطف مشعل:پاکستان د افغانستان پر حریم تېری کړی او دا ډول اقدامات د منلو نه دي

اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر عاطف مشعل وایي، پاکستان یو ځل بیا د افغانستان پر ملي حریم تجاوز کړی او دا ډول اقدامات د نړیوالو اصولو او د سیمې د ګډ تاریخ خلاف عمل دی.

مشعل ویلي چې افغانان دا ډول متجاوزانه اقدامات نه هېروي او د اړتیا پر مهال به ورته مناسب ځواب ورکړي.

نوموړي ادعا کړې چې د پاکستان نظامي مشرتابه هڅه کوي د خپلو داخلي اقتصادي او امنیتي ستونزو پام بل لور ته واړوي.

هغه ټینګار کړی چې د پاکستان اوسني واکمنان باید درک کړي چې د دغه هېواد ولس د خپلواکۍ او د دیني غوښتنو د تحقق غوښتنه لري او دوامدار ثبات یوازې د ولس د ارادې او متوازن سیاست له لارې ممکن دی.

اسماعیل میاخېل:د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته پر افغانستان د پاکستان د برید شپږم ځل دی

د ملي راډیو تلویزیون پخوانی مشر اسماعیل میاخېل وایي، پاکستان هېڅ حق نه لري چې د هرې پلمې له مخې د افغانستان کلي او کورونه بمبار کړي.

ښاغلي میاخېل د تېرې شپې برید ته په اشارې سره ویلي چې د روژې په مبارکه میاشت کې د لسګونه ملکي وګړو وژل کېدل یو غیرانساني عمل او د افغانستان د ملي حاکمیت ښکاره نقض دی.

هغه ادعا کړې چې له هغه وخته راهیسې چې پاکستان خپل نیابتي ځواکونه د طالبانو په بڼه پر افغانستان وتپل، دا د افغانستان پر خاوره شپږم برید بلل کېږي.

د نوموړي په وینا، د پاکستان لاسوهنه او طالبان د روان وضعیت او فاجعې اصلي لاملونه دي.

میاخېل ټینګار کړی چې د افغانستان ولس نه بهرنی تېری مني او نه هم داخلي افراطیت، او د هر ډول مداخلې پر وړاندې به خپل دریځ ولري.

سید اکبر اغا:ملګري ملتونه باید پر افغانستان د بریدونو عاملین محاکمه کړي

پخواني طالب چارواکي، سید اکبر اغا، د پاکستان له لوري په افغانستان کې پر ملکي کورونو د وروستیو هوايي بریدونو په اړه سخت غبرګون ښودلی دی.

هغه دا کړنې د نړیوالو قوانینو او بشري اصولو سرغړونه بللې او ویلي یې دي چې دا بزدلانه او غیرانساني اقدام و.

سید اکبر اغا زیاته کړې، که چېرې ملګري ملتونه رښتینی او خپلواک واک ولري، نو باید د دغو بریدونو عاملین د نړیوال قانون له مخې محاکمه شي او حساب ورڅخه وغواړي.

هغه همدارنګه ټینګار کړی چې افغانان د خپل هېواد د دفاع بشپړ حق لري او د مناسب غبرګون ښودلو بشپړ حق لري.

ضیاالحق امرخېل:پاکستان به د خپلو غیرانساني کړنو او تجاوز ځواب ترلاسه کړي

د ننګرهار پخواني والي ضیاالحق امرخېل ویلي، چې پر افغانستان د پاکستان وروستي بریدونه، چې په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې د بې‌ګناه ماشومانو، ښځو او نورو ملکي خلکو د شهادت لامل شوي، د درد آخري حد دی.

امرخېل په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې دغه کړنې نه یوازې د پاکستان پر رژیم د افغانانو کرکه زیاته کړې، بلکې د افغانانو ترمنځ يې هم یوالی پراخ کړی دی.

هغه ټینګار کړی، پاکستان چې د حماس د بې وسلې کولو تازه پروژه اخیستې، د کورنیو ستونزو، پورونو، امنیتي ناکامیو او د خلکو خدمتونو کې د ناکامۍ د پټولو لپاره دغه ډول غیرانساني کړنې ترسره کوي.

نوموړي په ټولو افغانانو غږ کړی چې د پاکستاني رژیم تېروتنې باید په واضح ډول وغندل شي او ویلي یې دي چې د افغانانو بې‌ساري کرکه به د هر ډول تجاوز په وړاندې غچ اخیستو ته لار هواره کړي.

کریم خرم:پر افغانستان د پاکستان بمباري له ذلت او قساوته ډک عمل دی

د هیواد د پخواني ولسمشر حامد کرزی د دفتر رئیس کریم خرم ویلي، پر افغانستان د پاکستان وروستي هوايي بریدونه او د روژې په مبارکه میاشت کې د ملکي وګړو وژل له ذلت او قساوته ډک عمل دی او دا ډول کړنې د نړیوالو اصولو او بشري ارزښتونو ښکاره سرغړونه بلل کېږي.

نوموړي ویلي، څو ورځې وړاندې د خواجه محمد آصف څرګندونې چې ګواکې پاکستان په افغانستان کې د امریکا له لوري دوه ځله د «تشناب کاغذ» په توګه کارول شوی، دا پوښتنه راولاړوي چې څه تضمین شته څو دغه هېواد بیا د پردیو د سیاست وسیله ونه ګرځي.

هغه د بې ګناه هیوادوالو وژنه غندلې او دا یې د کمزورۍ ښکاره ثبوت بللی.